"محسن دوړ او علي وزیر د ترهګرو په زندان کې ساتل کېږي"

علي او محسن

د عکس سرچینه، Ali/ Mohsin Facebook

د عکس تشریح، علي وزیر او محسن دوړ تېره می میاشت کې د خړ کمر له پېښې وروسته نیول شوي وو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي محسن دوړ پر ټوېټر پاڼه له دوه نیمو میاشتو وروسته په لومړي ځل د شنبې پر ورځ ټویټ شوی. په دغه ټویټ کې لیکل شوي چې محسن دوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر علي وزیر، چې له سویلي وزیرستانه د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی هم دی، په داسې یوه زندان کې ساتل کېږي چې سخت دریځه ترهګرو لپاره جوړ شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو بي بي سي ته منلې ده چې دا ټویټ د محسن دوړ هغو پلویانو کړی چې اوس د نوموړي ټوېټر پاڼۍ ته لاسرسی لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په دې ټویټ کې راغلي چې دواړو مشرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ورځپاڼه ولولي یا راډیو واوري. په ټویټ کې زیاته شوې ده چې یوازې د دوی کورنۍ غړي اجازه لري چې په اوونۍ کې یو ځل له دوی سره وګوري.

محسن دوړ او علي وزیر په تېره می میاشت کې د پاکستان حکومت لخوا وروسته له هغه ونیول شول چې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پاکستاني امنیتي کسانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو.

علی وزیر ور محسن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، محسن دوړ او علي وزیر دواړه د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي هم دي

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي وو چې د غورځنګ مشرانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی دی.

خو د غورځنګ مشرانو او پلویانو ټینګار کاوه چې دوی په سوله ییزه توګه لاریون کاوه، او کله چې د پاکستاني پوځ له یوې پوستې تېرېدل نو پوځیانو پرې ډزې وکړې.

په هغه پېښه کې د غورځنګ د یو شمېر غړو د وژل کېدو او د څلورو پاکستاني پوځیانو د ټپي کېدو خبره شوې وه.

له هغې پېښې سملاسي وروسته امنیتي کسانو علي وزیر د پېښې له ځایه نیولی و. خو محسن دوړ له پېښې څو ورځې وروسته پخپله خوښه ځان پاکستاني چارواکو ته سپارلی و.

دواړه مشران تر اوسه په زندان کې دي او محکمه یې څو ځله ځنډول شوې ده.

غورځنګ

د عکس سرچینه، MOHSIN DAWAR TWITTER

د عکس تشریح، دوشنبه د اګست پر دولسمه نېټه په میر علي کې د غورځنګ د مشرانو د خلاصون لپاره احتجاج شوی

تېره شنبه کله چې د محسن دوړ پر ټوېټر پاڼه له دوه نیمو میاشتو وروسته په لومړي ځل ټویټ وشو نو پر خواله رسنیو ګڼو کسانو دا پوښتنه کوله چې دا ټویټ چا کړی.

بي بي سي د غورځنګ له یو شمېر غړو سره اړیکه ونیوه، او هغوی ومنله چې دا ټویټ د محسن دوړ پلویانو او د غورځنګ غړو کړی دی.

یاده دې وي نن دوشنبه هم د نوموړي له ټوېټر پاڼې دوه ټویټونه شوي دي.

په لومړي ټویټ کې د اختر مبارکي ورکړل شوې، او دویم ټویټ کې د هغه احتجاج انځورونه خپاره شوي چې نن دوشنبه د شمالي وزیرستان په میر علي کې د غورځنګ د نیول شویو مشرانو د خوشي کولو لپاره وشو.