زرداري اسمبلۍ ته وبلل شو،‌ خو علي وزیر او محسن دوړ لا هم زندان کې دي

علي وزیر او محسن دوړ

د عکس سرچینه، ALI/ MOHSIN FACEBOOK

د عکس تشریح، علي وزیر او محسن دوړ تېره میاشت د خړ کمر له پېښې وروسته نیول شوي وو
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غونډه کې نن 'پنجشنبه ۱۴ جون ' دوه نیول شوي سیاستوال د اسمبلۍ د مشر په خوله له بنده غونډې ته راوستل شوو، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ يې لاهم نه دي حاضر کړي.

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او د مسلم لیګ نواز ډلې سیاستوال خواجه سعد رفیق هغه دوه نیول شوي سیاستوال وو، چې په نننۍ غونډه کې د اسمبلۍ د مشر په امر حاضر کړای شوو.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ په روانه غونډه کې به د دغه هېواد پر کلنۍ بودیجې بحث کېږي او منظوري به يې ورکوي.

ډېری سیاستوال وايي، د اسمبلۍ مشر ته په کار دی، چې د دې مهمې غونډې لپاره يې د وزیرستان د خلکو استازي حاضر کړي وای.

د اپوزیسیون سیاستوال او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دوی بیا بیا د دواړو نیول شویو غړیو د اسمبلۍ غونډې ته د حاضرېدو په هکله د اسمبلۍ مشر ته خواست کړی، خو هیڅ نه دي شوي:

''تر ټولو له مخه چې د وزیرستان پېښه وشوه، نو ما د پارلمان د بشري حقونو د مشر په حیث د اسمبلۍ مشر ته خط ولیکه، چې د محسن دوړ او علي وزیر غونډې ته د حاضرېدو امر دي وکړي. بیا چې کله موږ د اصف زرداري لپاره خواست کاوه، نو دوه بېل بېل لیکونه مو یو د علي وزیر په نامه او بل د محسن داوړ په نامه د اسمبلۍ مشر ته وړاندې کړل، چې نه یواځې زما لاسلیک وو باندې، بلکې د اپوزیسيون د اکثره سیاستوالو لاس لیکونو وو. زما په فکر تر هغه چې د اسمبلۍ ټول غړي حاضر نه وي، پر بودیجې بحث کول او منظورول به درغلي وي. ''

خواجه سعد رفیق او اصف علي زرداري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف زرداري او د مسلم لیګ نواز ډلې سیاستوال خواجه سعد رفیق هغه دوه نیول شوي سیاستوال وو، چې په نننۍ غونډه کې د اسمبلۍ د مشر په امر حاضر کړای شوو.

د پاکستان له اساسي قانون سره سم د اسمبلۍ د هر غړي تر نیولو وړاندې به د اسمبلۍ مشر ته ویل کېږي او یاد مشر چې هر وخت وغواړي، له زندانه د اسمبلۍ غړي - د اسمبلۍ غونډې ته حاضرولی شي. د عوامي نېشنل ګوند سیاستوال زاهد خان وايي، ''اوسنی حکومت قانون ته نه ګوري او د خپلې خوښې قانون يې جوړ کړی. ''

که څه هم ځينو پاکستانیو رسنیو څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د مشر اسد قیصر له خولې ویلي وو، چې ښاغلي قیصر د اپوزیسيون له سیاستوالو سره خبرو کې د علي وزیر او محسن داوړ غوندې ته پر حاضرېدو بې وسي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې دا د ده په وس کې نه دي.

ډېری د اسمبلۍ پر مشر او واکمن ګوند دا تور پورې کوي، چې هغوی د پاکستان د پوځ پر خوښه ښاغلي وزیر او ښاغلی داوړ د اسمبلۍ غونډې ته نه راغواړي، خو خپله د اسمبلۍ مشر او حکومت لاهم په دې هکله څه نه دي ویلي.

اسد قیصر

د عکس سرچینه، ASSAD QAISER FACEBOOK

د عکس تشریح، ځينې پاکستانیو رسنیو څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د مشر اسد قیصر له خولې ویلي وو، چې ښاغلي قیصر د اپوزیسيون له سیاستوالو سره خبرو کې د علي وزیر او محسن داوړ غوندې ته پر حاضرېدو بې وسي څرګنده کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ دواړه د پاکستان واکمنو په دې تور بندیان کړي، چې د دوی په مشرۍ کې ځينو کسانو په خړ کمر سیمه کې د پاکستان پر امنیتي پوستې برید وکړ، خو غورځنګ او دواړه نیول شوي غړي دا تورونه بې بنسټه بولي او وايي، د دوی پر سوله ييزو مظاهرو چیانو د پاکستان پوځ ډزي وکړې.