تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زرداري اسمبلۍ ته وبلل شو، خو علي وزیر او محسن دوړ لا هم زندان کې دي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان د ملي اسمبلۍ غونډه کې نن 'پنجشنبه ۱۴ جون ' دوه نیول شوي سیاستوال د اسمبلۍ د مشر په خوله له بنده غونډې ته راوستل شوو، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ يې لاهم نه دي حاضر کړي.
د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او د مسلم لیګ نواز ډلې سیاستوال خواجه سعد رفیق هغه دوه نیول شوي سیاستوال وو، چې په نننۍ غونډه کې د اسمبلۍ د مشر په امر حاضر کړای شوو.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ په روانه غونډه کې به د دغه هېواد پر کلنۍ بودیجې بحث کېږي او منظوري به يې ورکوي.
ډېری سیاستوال وايي، د اسمبلۍ مشر ته په کار دی، چې د دې مهمې غونډې لپاره يې د وزیرستان د خلکو استازي حاضر کړي وای.
د اپوزیسیون سیاستوال او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دوی بیا بیا د دواړو نیول شویو غړیو د اسمبلۍ غونډې ته د حاضرېدو په هکله د اسمبلۍ مشر ته خواست کړی، خو هیڅ نه دي شوي:
''تر ټولو له مخه چې د وزیرستان پېښه وشوه، نو ما د پارلمان د بشري حقونو د مشر په حیث د اسمبلۍ مشر ته خط ولیکه، چې د محسن دوړ او علي وزیر غونډې ته د حاضرېدو امر دي وکړي. بیا چې کله موږ د اصف زرداري لپاره خواست کاوه، نو دوه بېل بېل لیکونه مو یو د علي وزیر په نامه او بل د محسن داوړ په نامه د اسمبلۍ مشر ته وړاندې کړل، چې نه یواځې زما لاسلیک وو باندې، بلکې د اپوزیسيون د اکثره سیاستوالو لاس لیکونو وو. زما په فکر تر هغه چې د اسمبلۍ ټول غړي حاضر نه وي، پر بودیجې بحث کول او منظورول به درغلي وي. ''
د پاکستان له اساسي قانون سره سم د اسمبلۍ د هر غړي تر نیولو وړاندې به د اسمبلۍ مشر ته ویل کېږي او یاد مشر چې هر وخت وغواړي، له زندانه د اسمبلۍ غړي - د اسمبلۍ غونډې ته حاضرولی شي. د عوامي نېشنل ګوند سیاستوال زاهد خان وايي، ''اوسنی حکومت قانون ته نه ګوري او د خپلې خوښې قانون يې جوړ کړی. ''
که څه هم ځينو پاکستانیو رسنیو څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د مشر اسد قیصر له خولې ویلي وو، چې ښاغلي قیصر د اپوزیسيون له سیاستوالو سره خبرو کې د علي وزیر او محسن داوړ غوندې ته پر حاضرېدو بې وسي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې دا د ده په وس کې نه دي.
ډېری د اسمبلۍ پر مشر او واکمن ګوند دا تور پورې کوي، چې هغوی د پاکستان د پوځ پر خوښه ښاغلي وزیر او ښاغلی داوړ د اسمبلۍ غونډې ته نه راغواړي، خو خپله د اسمبلۍ مشر او حکومت لاهم په دې هکله څه نه دي ویلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ دواړه د پاکستان واکمنو په دې تور بندیان کړي، چې د دوی په مشرۍ کې ځينو کسانو په خړ کمر سیمه کې د پاکستان پر امنیتي پوستې برید وکړ، خو غورځنګ او دواړه نیول شوي غړي دا تورونه بې بنسټه بولي او وايي، د دوی پر سوله ييزو مظاهرو چیانو د پاکستان پوځ ډزي وکړې.