پښتون ژغورنې غورځنګ میرانشاه کې د پرلت اعلان وکړ

د عکس سرچینه، FB
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن دوړ پر خپلو پلویانو او نورو پښتنو غږ کړی چې د خړ کمر پېښې پر ضد سر له ننه د درپخېلو له کلي احتجاجي پرلت پیل کړي. ښاغلي دوړ په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، دا ځل به د دوی پرلت پایلې ښې وي.
په ورته وخت کې د غورځنګ بل مشر علي وزیر د دوشنبې پر ورځ په کلک امنیت کې په بنو کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړل شو او محکمې د هغه د بندي ساتلو امر وکړ.
بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقونو سازمان د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پاکستان پوځ او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ 'تاوتریخوالي' کې د درېیو کسانو له وژل کېدو وروسته اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان د بشري حقونو سازمان له حکومته غوښتي چې علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور نیول شوي غړي خوشې کړي. کمېسیون وایي، د امنیتي ادارو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو ترمنځ داسې پېښې د حکومت او قبایلي سیمو د خلکو ترمنځ واټن ډېروي.
کمېسیون له دې اندېښنه څرګنده کړې چې په پېښه کې له پوځې ځواکه کار اخیستل شوی چې لږترلږه د پښتون ژغورنې غورځنګ د درې کسانو د مړينې لامل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان پوځ ویلي، سیمه کې پنځه نور مړي موندل شوي دي.
تر اوسه جوته نه ده چې درې نوي موندل شوي مړي د تېرې ورځې تاوتریخوالي کې وژل شوي او که نه.
یکشنبه (غبرګولې ۵/ مې ۲۶) د پوځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پوځ د ګزمې پرمهال په یوه ویاله کې غورځېدلي پنځه جسدونه موندل شوي چې په ډزو ویشتل شوي دي.
دغه مړي خړ کمر سیمه کې د پوځ پوستې یو نیم کیلومترۍ کې موندل شوي چې د تېرې ورځې پېښه همدلته شوې. پوځ ویلي د وژل شویو د پېژندلو لپاره څېړنې روانې دي.
تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښیتن بي بي سي ته ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د غورځنګ پر پلویانو برید کړی دی. خو د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې چې د غورځنګ غړیو د دوی پر پوستې برید وکړ، چې په ځوابي ډزو کې يې درې "بریدکوونکي" وژلي دي.
غورځنګ وايي، په دغه برید کې د دوی تر څلوېښتو زیات پلویان ژوبل شوي دي، خو د پاکستان پوځ هم بل لور ته ادعا کوي چې په برید کې د دوی پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي چې په تېر یوه کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په سوله ییز ډول د قبایلي سیمو د خلکو د شکایت غږ پورته کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
د رپوټونو له مخې پېښه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې هغه مهال شوې چې د غورځنګ مشرانو علي وزیر، محسن دوړ او ډاکټر ګل عالم وزیر قافله له یوې پوځي پوستې تېرېدله.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پاکستان امنیتي سرتېرو تردې پېښې وروسته علي وزیر او ډاکټر ګل عالم وزیر دواړه نیولي او په سیمه کې يې ګرځبندیز لګولی دی. د غورځنګ د بل مشر محسن دوړ له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې لاس یې برسېرن ټپي شوی دی.
په بنو کې ځايي خبریالانو د شمالي وزیرستان د صحت د څانګې مشر ډاکټر حمیدالله هغه وډيويي خبرې بي بي سي ته لېږلې، چې په کې نوموړی وايي، د میرانشاه ځايي روغتون ته يې اته ټپيان ور وړي، چې په کې د ځينو جراحي عملیات روان دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال احتشام افغان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دوی پر مشرانو یکشنبې پر ورځ هغه مهال د پاکستان امنیتي سرتېرو برید وکړ چې په دته خېل سیمه کې يې پر یوې احتجاجي مظاهرې کې ګډون کاوه.

د عکس سرچینه، AFP
د ښاغلي افغان په خبره ځايي خلکو دغه مظاهره د امنیتي ځواکونو پر ضد کوله. نوموړی و ایي: "تېره ورځ په یاده سیمه کې امنیتي ځواکونو د تالاشۍ پر مهال پر خلکو ان ښځو تشدد کړی و، چې پر ضد يې نن هلته احتجاج کېده ".
تردې وړاندې د پاکستان امنیتي اورګانونو د غورځنګ او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړیو محسن دوړ او علي وزیر ته ویلي وو، چې وسله والو ډلو د دوی د وژلو پلان جوړ کړی او دوی چې په خپلو سیمو کې هر ځای تګ راتګ کوي، نو ځايي پولیسو ته دي حال ورکوي.
د پاکستان پوځ او د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیله د یو بل پر ضد بیانونه ورکوي او پر یو بل تورونه پورې کوي، خو دا لومړی ځل دی چې دواړه ډلې په "مخامخ نښته" کې ښکېل شوې دي.









