د افغانستان کرېکټ بریا په اړه د علي وزیر ټوکه

علي وزیر

د عکس سرچینه، Getty/ Ali Wazir Facebook

    • Author, حمید شجاع
    • دنده, بي بي سي، لندن

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ پرونۍ کرېکټ لوبې ته په اشارې سره په طنزیه ډول ویلي، پاکستان دا لوبه ځکه وبایلله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له افغان لوبډلې سره مرسته وکړه.

ښاغلي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي:

"له کره سرچینو مالومه شوې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې کسان له افغان کرېکټ لوبډلې سره په دوامداره توګه په اړیکه کې وو او د پاکستاني شاهینانو مخه یې ونیوله".

داسې ښکاري چې ښاغلی وزیر هغو ناندریو او تورونو ته په طنزیه ډول اشاره کوي چې له تېرې څه مودې راهیسې یي د پاکستان خواله رسنیو کې تود بحث را پارولی.

تېره اونۍ په پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې لس کلنې پښتنې ماشومې تر وژنې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې قضیه کې د ځایي پولیس چارواکو د بې غورۍ پر ضد پراخ احتجاجونه وکړل.

د همدې احتجاجونو په ترڅ کې د غورځنګ فعالانو پر خواله رسنیو د (زه هم افغان یم) په نامه یو کمپاین یا هشټګ پیل کړ.

د دې کمپاین لامل دا و چې د (اې ار وای) په نامه یوه پاکستاني تلویزیون تور پورې کړی و چې اسلام اباد کې وژل شوې ماشومه فرشته مومند اصل کې افغانه ده‌ او پښتون ژغورنې غورځنګ دې قضیې ته د سیاسي ګټو لپاره هوا ور کوي.

د یاد تلویزیون دا ادعا او د قضیې پوښښ په پراخه کچه وغندل شول او خلکو ور سره د پرېکون غوښتنه وکړه.‌ په دې ترڅ کې د پاکستان ګڼو پښتنو فعالانو پر خپلو ټوېټر او فېسبوک پاڼو ولیکل چې "زه هم افغان یم".

خو د دوی دې کمپاین مخالفتونه هم را وپارول او ګڼ‌ شمېر کسانو یې ځواب کې ورته لیکلي چې که تاسې رښتیا هم ځان افغان بولئ نو افغانستان ته ولاړ شئ.

افغان لوبډله

د عکس سرچینه، Getty Images

تر دې پېښې هم وړاندې تېره اپرېل میاشت کې د پاکستان د پوځ د عام اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور پر ښاغلي علي‌ وزیر مخامخ نیوکه کړې وه چې له اجازې پرته او په نارسمي ډول د پاکستان او افغانستان ترمنځ‌ پرتې ډیورنډ نه ور اوښتې او هلته یې له یو شمېر افغان قامي مشرانو سره کتلي.

جنرال اصف تور لګولی و چې د علي وزیر دا ډول کړنې د پاکستان د ریاست په تاوان تمامېږي او هغه وخت یې ان دا خبرداری هم ور کړی و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ وخت پوره دی.

د پاکستان پوځ پر غورځنګ تل تور لګوي چې له افغان استخباراتو سره اړیکي لري، خو غورځنګ دا تورونه ردوي.

د تېرې میاشتې دې وضعیت ته په کتو سره طبعاً چې د افغانستان او پاکستان تمریناتي کرېکټ لوبه د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ګڼو کسانو لپاره جالبه وه.

د افغانستان بریا که څه هم په پاکستان کې خلک خپه کړل، خو په افغان پلازمېنه کابل کې بیا د شپې تر ناوخته د خوشحالۍ ډزې کېدلې.

نو ښکاري چې علي وزیر هم د ځان په اړه د پاکستاني‌ چارواکو تورونه او ادعاوې نه وې هېرې کړې او له دې فرصته یې په ګټې اخیستو د طنر په ژبه پر دوی یو ځل بیا نیوکه وکړه.‌