شمالي وزیرستان؛ د خړ کمر اوسېدونکي له ګرځبندیزه سر ټکوي

وزیرستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سرچینې وایي چې په سیمه کې له تېرو ۷ ورځو راهیسې ګرځبندیز لګېدلی

د شمالي وزیرستان د خړ کمر سیمې اوسېدونکي وایي، په سیمه کې د پاکستاني پوځ لخوا د لګول شوي ګرځبندیز له امله ځايي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غوښتي چې دغه ګرځبندیز دي ختم کړي.

خو د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی بیا وايي، د شمالي وزیرستان په هیڅ یوه سیمه کې هم ګرځبندیز نشته او دا يې یو پروپاګند بللی.

پر خواله رسنیو هم په زرګونو فعالانو د دغه ګرځبندیز د ختمېدو لپاره کمپاین کړی.

ځايي چارواکي وايي، په یاده سیمه کې د روانې جون میاشتې پر اوومه نېټه د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي وو، چې تر هغه وروسته هلته کرځبندیز لګول شوی دی.

وزیرستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکي په خړ کمر کې د ګرځبندیز خبره ردوي او وایي هلته وضعیت نورمال دی

په بنو کې ځايي خبریالان د شمالي وزرستان د چارواکو له خولې وايي، نن اوومه ورځ دغه ګرځبندیز د ورځې په مخه لېرې شوی، خو د دوی په خبره د شپې مهال به بیا هم وي.

خو ځايي وګړي وايي، د ګرځبندیز له امله خلک په کورونو کې خوراکي توکي هم نه لري.

یو شمېر هغو کسانو چې خپل ناروغان یې د میرانشاه او بنو ځايي روغتونونو ته رسولي هم له لګېدلي ګرځبندیزه سر ټکوي.

له تېري شپې راهیسې په پاکستان کې پر خواله رسنیو په شمالي وزیرستان کې د ګرځبندیز د ختمېدو لپاره کمپاین هم پیل شوی.