تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي وزیرستان؛ د خړ کمر اوسېدونکي له ګرځبندیزه سر ټکوي
د شمالي وزیرستان د خړ کمر سیمې اوسېدونکي وایي، په سیمه کې د پاکستاني پوځ لخوا د لګول شوي ګرځبندیز له امله ځايي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غوښتي چې دغه ګرځبندیز دي ختم کړي.
خو د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی بیا وايي، د شمالي وزیرستان په هیڅ یوه سیمه کې هم ګرځبندیز نشته او دا يې یو پروپاګند بللی.
پر خواله رسنیو هم په زرګونو فعالانو د دغه ګرځبندیز د ختمېدو لپاره کمپاین کړی.
ځايي چارواکي وايي، په یاده سیمه کې د روانې جون میاشتې پر اوومه نېټه د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي وو، چې تر هغه وروسته هلته کرځبندیز لګول شوی دی.
په بنو کې ځايي خبریالان د شمالي وزرستان د چارواکو له خولې وايي، نن اوومه ورځ دغه ګرځبندیز د ورځې په مخه لېرې شوی، خو د دوی په خبره د شپې مهال به بیا هم وي.
خو ځايي وګړي وايي، د ګرځبندیز له امله خلک په کورونو کې خوراکي توکي هم نه لري.
یو شمېر هغو کسانو چې خپل ناروغان یې د میرانشاه او بنو ځايي روغتونونو ته رسولي هم له لګېدلي ګرځبندیزه سر ټکوي.
له تېري شپې راهیسې په پاکستان کې پر خواله رسنیو په شمالي وزیرستان کې د ګرځبندیز د ختمېدو لپاره کمپاین هم پیل شوی.