شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان پوځ وايي، شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې چاودنه کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې سرتېري ټپي شوي دي.
پوځ تېره شپه یوه بیان کې ویلي، د شمالي وزیرستان خړ کمر سیمه کې د پوځیانو موټر باندې چاودنه شوې ده.
دوی دا هم وايي چې تېره یوه میاشت دغه سیمه کې لس سرتېري وژل شوي او ۳۵ ټپیان شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا پېښه غندلې او د قرباني کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
نوموړي په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې څو دوښمن عناصر د قبایلي سیمو غیرتي ولس یرغملوي، خو حکومت به دوی ته د امن خرابولو اجازه ور نه کړي.
د پېښې ځای خړ کمر

د عکس سرچینه، Reuters
خړ کمر کې نږدې دوه اونۍ مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر اتلسو ملاتړي هغه مهال ووژل شول چې میرانشا ته د غونډې لپاره تلل خو خړ کمر کې پوځیانو د دوی د تګ مخه ونیوله.
دې پېښه کې د پنځو پوځیانو په ګډون د غورځنګ ځینې کسان ژوبل هم شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم مشران محسن داوړ او علي وزیر چې له شمالي او سوېلي وزیرستان د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي هم دي، پر دغه پوسته له پوځ سره تر ټکر وروسته په بند کې دي.
له څو میاشتو راهیسې شمالي وزیرستان کې عادي حالت و، خو د خړ کمر له پېښې وروسته بیا هلته ګرځبندیز دی.








