پاکستاني ملا د کلي خلک پر خپل ایمان شکمن کړل

نکاح

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, فرحت جاوید
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان د پنجاب صوبې په چنیوټ ولسوالۍ کې د یوه کلي خلک اوس دې پرېشانۍ سره مخ دي چې دوی مسلمان دي که نه او نکاح یې په ځای ده که ماته شوې ده.

دا سرخوږی د دې کلي د ملا د خبرو له امله دی، چې مقتدیانو یې د شیعه ښځې د جنازې لمونځ کړی.

پاکستان کې د نورو مقابل کې مذهب او عقیده کارول ډېر ګران نه دي او ښه بېلګه یې همدا د چنیوټ کلی دی.

د کلي ملا میا خالد بشیر لس ورځې مخکې وویل، چې کومو کسانو د یوې شیعه ښځې جنازه کې ګډون کړی له ښځو سره یې نکاح ماته شوې ده او مسلمان نه دي.

"دوی باید له سره کلیمه ووايي او بیا نکاح وکړي".

پېښه څنګه وشوه؟

رہائشی
د عکس تشریح، هغه سړی چې د شیعه ښځې جنازه کې یې ګډون کړی او بیا یې نکاح کړې ده.

د دې کلي اوسېدونکی قاسم علي تصور له بي بي سي سره خبرو کې وايي، دغه ملا یې د خورځې د جنازې لمونځ ځکه نه کاوه چې شیعه ده.

"بیا د ګاونډي کلي ملا د جنازې لمونځ وکړ، خو وروسته میا خالد وویل چې کومو کسانو د هغې جنازه کې ګډون کړی مسلمانان نه دي او بیا دې نکاح وکړي".

قاسم علي وايي، د جومات ملا خالد فتوا د سیمې خلکو منلې ده.

"خلکو میا خالد ته وویل چې د نوې نکاح راجسټرېشن به یې څنګه وي، ده ورته وویل چې دا کار مخکې شوی او بیا یې اړتیا نشته".

خو اوس خلک وايي ملا ورته ویلي چې د لوېدلې نکاح وخت(عدت) پوره نه دی، ځکه دویمه نکاح مکرو کېږي او پکار ده له ټاکلې نېټې وروسته نکاح وکړي.

کله چې کلي ته رسنۍ سر کېږي نو میا خالد نه موندل کېږي.

له بلې خوا د قاسم عالي د خورځې د جنازې لمونځوال ملا سید کاشف عمران شاه وايي، چې د جنازې لمونځ یې کړی او دې کې څه خبره نشته.

"څه چې ملا خالد بشیر وايي، په دې ډول تکاح نه ماتېږي".

د پاکستان قانون څه وايي؟

سید کاشف عمران شاہ
د عکس تشریح، سید کاشف عمران شاه وايي د شیعه ښځې جنازه یې کړې او دې کې څه مسله نشته.

د پاکستان د قومي اېکشن پلان له مخې پر پاروونکې وینا، د لاسپېکر ناسم کارولو او کرکې پیدا کوونکو موادو پر خپرولو بندیز لګول شوی

د پاکستان قانون دا هم وايي، که څوک په ژبه او وینا د نه زغم، دوښمنۍ، د مذهبونو خلاف او د خلکو ترمنځ کرکې خپرولو یا د هغوی عبادتځیو، استوګنځیو، ژبې یا نور څه ته زیان رسول غواړي نو له سزا سره مخ کېږي.

د سیمې خلکو پولیسو ته عریضه کړې او بي بي سي ته رسېدلي سندونه وايي چې پولیسو د مولوي په ګډون ځینې کسان ونیول.

خو ښکېلو کسانو پر یو بل پړه اچوله چې وروسته د امن زیانمنولو قانون له مخې د دوی نیول درج شول، مګر د کرکې خپرولو یا نکاح مسلې د نه روښانېدو له امله دا مسله له پامه وغورځول شوه.

د چنیوټ یو چارواکی له بي بي سي سره خبرو کې وايي، چې دوی ته داسې دوسیه نه ده رسېدلې.

دی، وايي، د پاروونکو یا نفرتي وینا مسلې د ترهګرۍ ضد محکمې مسوولیت دی.

هغه دا هم وايي، که په کلي کې دېرش یا څلوېښت کسان بیا نکاح وکړي دا خو کوم جرم نه دی.دی.