فلسطینۍ رشیده د امریکا کانګرس کې لومړنۍ مسلمانه

د عکس سرچینه، Social media-twitter
فلسطین الاصله امریکایۍ رشیده طلیب لومړنیو ټاکنو کې د امریکا کانګرس ته لاره موندلې ده. نوموړې په دیټرویټ ښار کې د دیموکرات ګوند نومانده وه، چې بل ټاکنیز سیال/سیاله یې نه درلوده.
اغلې طلیب په دې سره لومړنۍ مسلمانه ده چې د امریکا کانګرس ته لار مومي.
رشیده طلیب څوک ده؟
۴۲ کلنه رشیده طلیب د ۱۴ وروڼو او خویندو مشره خور ده، چې ټول د فلسطین لوېدیځې تړانګې په یوه کډواله کورنۍ کې زیږېدلي.
رشیده د دیموکرات ګوند بیرني سانډرز څانګې نومانده وه، چې د سراسري روغتیايي اصلاحاتو، چاپېریال ساتنې او د پوهنتوني زدکړو د منل کېدونکو فیسونو پیغام لري.
د رشیدې له بریا وروسته د هغې خپلوانو او کورنیو او ان د فلسطین "بیت عور الفوقا" کې د هغې مینه والو د خوښۍ جشن ولمانځه.
رشیدې طلیب د میشیګن پنځو نوماندانو ته ماتې ورکړه او اوس به د جان کوینرز څوکۍ ورکول کېږي.
کوینرز د "جنسي تېري" تورونو له کبله له وکالته استعفا وکړه.
دا چې رشیده مدافع وکیله هم ده، تر ډېره یې تګلاره د دیټرویټ د بې وزلو دفاع ته ځانګړې کړې. نوموړې هم همالته زیږېدلې ده.

د عکس سرچینه، Social media-Twitter
رشیدې په ۲۰۱۶ کال پر ډونلډ ټرمپ د وینا پرمهال ټینګه نیوکه وکړه، چې په وینا یې د "ډېرو پیسو" له لارې د هېواد سیاست ته ځان رسوي.
"ټایمز آف اسراییل" ورځپاڼې ویلي، که څه هم رشیده فلسطین الاصله امریکایۍ ده، خو پر فیسبوکپاڼې یې د اسراییلي - فلسطیني شخړې په اړه هېڅ ډول څرګندونې نه راځي.
په ۲۰۱۶ کال له ټرمپ سره د پرېکون په اړه وپوښتل شوه، ځواب یې دا و چې "زه یوه امریکایۍ عربۍ او مسلمانه او مور ښځه یم."
د رشیدې مور په لوېدیځه تړانګه کې د یوه خپلوان له خوا د ایپډ ډالۍ ترلاسه کولو پرمهال وویل: "الحمدلله، رشیده چې د ټرمپ پر وړاندې ټینګه ولاړه وه، بریالۍ شوه، هیله لرو چې بل ځل ماتې ورکړي."
د رشیدې کورنۍ تر ډېره د بشري حقونو د دفاع برخه کې کار کوي او تل یې هڅه دا ده چې د ښځو وړتیا او پر ځان بسیا کېدنه لا پسې پیاوړې کړي.










