ترکي پارلمان کې تر ټولو کم عمره وکیله

- Author, هيفار حسن
- دنده, بي بي سي - لندن
د ترکیې پارلمان ته ۲۲ کلنه کردۍ دیرسم داغ د ترکیې معاصر تاریخ کې پارلمان ته تر ټولو د کم عمر بریالۍ شوې وکیله ګڼل کېږي.
نوموړې له دیار بکر ښار نه د دیموکراتو ولسونو ګوند نومانده وه. دیار بکر کې ډېری کردان اوسېږي.
کډواله ماشومه
دیرسم په ۱۹۹۶ کال د ترکیې جنوب ختیځ دیار بکر ولایت په یوه بې وزله کورنۍ کې زیږېدلې، مور او پلار یې کردان دي، ۱۲ وروڼه او یوه خور لري.
پلار یې تر ډېره په کرونده کې کار کوي او مور یې د کور کارونه.
تر ټولو د کم عمر دغې پارلماني وکیلې بي بي سي ته ویلي: "په ۱۹۹۶ کال له خپل ښاره کډه شوو، له سیمې ټولې کردۍ کورنۍ ووتلې، هغه وخت زه د پنځو میاشتو وم. د استانبول اسنلر سیمې یوه کلي ته ولاړو او هلته مو له صفر نه ژوند پیل کړ."
دیرسم زیاتوي: "لومړي سر کې مې ماشومتوب تریخ و، ملګرې مې نه درلودې، ځکه په ترکي ژبه نه پوهېدم، خو وروسته چې ښوونځي کې څو کاله پاتې شوم، ژوند مې ښه شو."

سیاسي ژوند
اغلې داغ وايي، د ډاکټرې او یا خبریالې کېدو هیله یې لرله، خو ښوونځي کې یې سیاست ته مخه کړه. دا وايي ډېره هڅه یې وکړه چې خپله کردۍ ژبه سمه زدکړي، ځکه چې ماشومتوب کې یې له زدکولو محرومه شوې وه.

دیرسم داغ په تېره جون میاشت کې د ماردین پوهنتون د کردي ژبې له پوهنځي فارغه شوه، چې څو اونۍ وروسته له دیار بکر ښار نه یې پارلمان ته هم لار ومونده.

داغ په کوچنیوالي کې سیاست ته د ورګېډو په اړه وايي: "سیاسي اړودو په سیاست کې زما د ښکېلېدو لامل شو. دا چې پارلمان کې ځوانه طبقه کمه ده، د ښځو ریښتینې استازې هم پکې لږ دي، نو اړه شوم چې ځان نوماند کړم او دا ګرانه لار ووهم."










