عهد تمیمي: د اسراییلو پر وړاندې د فلسطینیانو د مبارزې سمبول

فلسطینۍ عهد تمیمي چې اسراییلي سرتېری یې په څپېړه او لغته وهلی و، تر ۸ میاشتې زنداني کېدو وروسته خوشې شوې ده.

عھد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، فلسطینۍ عهد تمیمي چې اسراییلي سرتېری یې په څپېړه او لغته وهلی و، تر ۸ میاشتې زنداني کېدو وروسته خوشې شوې ده.
عھد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، هغه ویډیو چې تېر کال هغې د خپل کور مخې ته اسراییلی سرتېری په څپېړه او لغته پکې وهلی و، پر خواله رسنیو ډېره ښکته او پورته شوې ده.
عھد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، نوموړې د اسراییل لخوا د اشغال شوې فلسطینۍ لویديځې تړانګې په نبي صالح سیمه کې اوسېږي.
عھد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عهد له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له خپلې مور او ورور سره. پر نوموړي له اته میاشتې زندان تېرولو سربېره ۱۴۴۰ امریکايي ډالره جریمه هم لګېدلې وه.
عھد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د عهد تمیمي له خوا د اسراییلي سرتېري د وهلو ویډیو د هغې مور نریمان اخیستې وه چې پر خپله فیسبوکپاڼه یې خپره کړه.
عھد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د عهد تمیمي پلویان د یوه انټرنټي کمپاین له لارې وتوانېدل له زندانه د هغې د ازادولو لپاره یو میلیون ۷۵۰ زره لاسلیکونه ټول کړي.
عھد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عھد تمیمي تر خوشې کېدو وروسته د فلسطین د پخواني لومړي وزیر یاسر عرفات قبر ته تللې ده.
عھد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فلسطین کورواکي ادارې اوسنی مشر محمود عباس د ۱۷ کلنې عهد تمیمي ښه راغلاست ته راغلی دی.
عھد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د عهد تمیمي پلویان د یوه انټرنټي کمپاین له لارې وتوانېدل له زندانه د هغې د ازادولو لپاره یو میلیون ۷۵۰ زره لاسلیکونه ټول کړي.