د ټاکنو له امله پېښور کې د افغانانو په تګ راتګ بندېز لګول شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په پېښور کې پر افغان کډوالو بندیز لګول شوي چې د جولای میاشتې له ۲۴ تر ۲۸ مې ڼېټې پورې له خپلو کمپونو ونه وځي.
چارواکي وايي چې دا ګام یې په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت په موخه پورته کړې دی.
د پېښور د مرستیال کمشنر عمران حمید شېخ له خوا د دغه ښار اړوندو چارواکو ته امر شوی چې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې دې راتلونکو څلورو ورځو پورې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر نه پرېږدي.
د مرستیال کمشنر په خبره دغه ګام یې پېښور او شاخوا سیمو کې د امنیت د ټینګ ساتلو او د ټاکنو په ورځ د کومې بدې پېښې د مخنیوي لپاره پورته کړی دی.
نوموړي ویلي که په دغو ورځو کې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر ولېدل شي نو له قانون سره سم چلن به ورسره وشي.
په پاکستان کې ډېری وخت افغان کډوالو ته د ناامنۍ پر مهال د شک په سترګه کتل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د پاکستان لوړ پوړو چارواکو او ان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په بیا بیا ویلي چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال په هېڅ یوې ترهګرۍ پېښې کې لاس نه لري.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ټاکنو په ورځو کې پر افغان کډوالو ورته بندیز لګول کېده.
د شمېرو له مخې څه باندې یو میلیون افغان کډوال د پاکستان له حکومت سره راجستر دي.








