'د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ډرون برید کې وژل شوی'

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې، چې کونړ ولایت کې د امریکايي پوځ یوه برید کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژل شوی دی. د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سره خبرو کې وویل، ملا فضل الله کونړ کې د امریکايي هوايي ځواک په یوه ډرون برید کې وژل شوی دی.
له دې مخکې افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاند ډګرمن مارټن اوډونل په یوه اعلامیه کې وویل، د جون ۱۳ مې او ۱۴ مې نېټې تر منځ شپې مهال امریکايي پوځ د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي وو، د عملیاتو هدف د یوه تنظیم مشر و، چې ترهګره ډله بلل شوې، خو نوموړي هغه مهال په نښه شویو کسانو په اړه ډېر جزیات نه دي څرګند کړي.
بل لور ته د پاکستان استخباراتي سرچینو بي بي سي ته وویل، ملا فضل الله د کونړ په مروره سیمه کې د روژه ماتې یوې میلمستیا ورورسته په موټر کې د کښېناستو پر مهال له ډرونه په نښه شو.
د سرچینې په وینا برید د ماخوستن په ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې شوی دی. د ملا فضل الله یو زوی هم د روان کال په مارچ میاشت کې ډرون برید کې وژل شوی و. دمګړۍ طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې هم د ملا فضل الله د وژل کېدو ګنګوسې خپرې شوې، خو وروسته دغه خبرونه دروغ بلل شوي دي. د پاکستاني طالبانو یو شمېر مشران له دې مخکې هم د ډرون بریدونو ښکار شوي دي.
په ۲۰۰۷ کال کې د دغه تنظیم له تاسیس وروسته د تنظیم موسس او لومړی مشر بیت الله مسید او بیا د هغه ځای ناستی حکیم الله مسید په ډرون بریدونو کې وژل شوي وو.
ملا فضل الله څوک دی؟
ملا فضل الله د سوات یوسفزی پښتون دی، چې ۱۹۷۴ کال کې زېږېدلی. نوموړی د یوسفزیو بابکرخیل ښاخ اړوند دی. نوموړی ۲۰۱۳ کال کې د حکیم الله مسید له وژل کېدو وروسته د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.

د عکس سرچینه، US AIR FORCE
پر نوموړي داسې تورونه شته، چې سوات کې یې د طالبانو واکمنۍ پر مهال په پراخه کچه وژنو او ځورونو کې لاس درلود او دغه راز پر نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم د ده په امر برید شوی و.
پاکستاني چارواکي نوموړی پېښور کې پر ارمي پبلک ښوونځي د برید پلان طرحې جوړولو تور هم پورې کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د نوموړي نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی او د هغه په اړه یې د معلومات ورکونکو لپاره د پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.








