د ملا فضل الله پر سر پنځه میلیون ډالر جایزه اعلان شوه

.

د عکس سرچینه، STR

د عکس تشریح، د رپوټونو پر بنسټ د نجونو د زدکړې پر فعالې ملالې يوسفزۍ بريد هم د ملا فضل الله ډلې کړى و.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د وژلو یا د هغه په اړه د کره معلوماتو د ور کولو پر سر د پنځه ميليون ډالرو جايزې اعلان د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي د پاکستاني طالبانو غورځنگ پر امريکايي او پاکستاني موخو گڼ بريدونه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ٢٠١٠ م کال کې د نيويارک په ټايمز ډگر کې د چاودنې د ناکامې هڅې او په ٢٠١٤ م کال کې د پېښور پر يوۀ ښوونځي د شوي بريد يادونه کړې چې په کې ١٤٠ تنه ووژل شول.

په خپره شوې اعلامیه کې پر ملا فضل الله سربېره د جماعت الاحرار د مشر عبدالولي او د لشکر اسلام د ډلې مشر منگل باغ چې د پاکستاني طالبانو غورځنگ سره تړلي دي، يادونه شوې او د هر يوۀ پر سر د ٣ ميليون ډالرو د جايزې اعلان شوى دی.

دوى درې سره امريکا او امريکايي وگړو ته گواښ بلل شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي تحريک طالبان پاکستان يا د پاکستاني طالبانو غورځنگ يوه اعلان شوې موخه له افغانستانه د امريکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو ايستل دي.

د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې دغې ډلې له القاعدې سره هم نژدېوالى ښودلى او له ٢٠٠٨ م کال راهيسې يې په ډاگه امريکا کې دننه د بريدونو گواښ کړى.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لښکر اسلام ډلې پر مشر منګل باغ هم ۳ میلیون ډالره جایزه ټاکل شوې ده

ملا فضل الله په ٢٠١٣ م کا ل کې وروسته له هغه د پاکستاني طالبانو مشري په غاړه واخيسته چې د دغې ډلې پخوانى مشر حکيم الله مسيد د ډرون په يوۀ بريد کې و وژل شو.

مولانا فضل الله د تحريک طالبان پاکستان له مشرۍ وړاندې په سوات کې د طالبانو ځايي مشر و.

هغه په خپل توندلاريتوب کې شهرت درلود.

د رپوټونو پر بنسټ د نجونو د زدکړې پر فعالې ملالې يوسفزۍ بريد هم د ده ډلې کړى و.

د ملا فضل الله پر سر د پنځه ميليون امريکايي ډالرو جايزې اعلان وروسته له هغه مخې ته راغى چې پاکستاني استخباراتي چارواکو وويل د ملافضل الله زوى او ١٩ تنه نور د روانې اونۍ په لومړيو کې په کونړ کې د امريکا د يوې بې پيلوټې الوتکې په مشکوک بريد کې وژل شوي دي.