مومند ایجنسۍ کې پوځ ۵۵ سلنه پوستې ختمې کړې

ر
د عکس تشریح، د پاکستان د حکومت په غوښتنه قامي جرګې تېره چهارشنبه له منظور پښتین سره ناسته لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له پرلتونو او احتجاجونو وروسته د پاکستان پوځ په قبایلي سیمه مومند اېجنسۍ کې خپلې څه باندې نیمايي پوستې تړلې دي.

وړاندې پوځ په دیر ولسوالۍ کې هم ورته ګام پورته کړ او د خپلو څوکیو ولکه یې ځايي امنیتي ادارې ته ورسپارله.

د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غوښتنه دا هم وه چې قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پوستې ختم کړل شي او د دې پوستو له خوا د ځايي خلکو له ځورولو ډډه وشي.

د مومند ایجنسۍ یو چارواکي توصیف بي بي سي ته وویل، د مومند ایجنسۍ له یکه غونډه تر محمد ګړ سیمې ۱۷ امنیتي يپوستې وې چې دې کې ۹ ختم شوې دي:

"یکه غونډ، غله نۍ او باجوړ سړک چې کومې پوستې جوړې شوې وې، نو حالات ښه شوي دي او اوس موږ په دغه اصلي سړک ۵۵ سلنه پوستې ختم کړې دي".

د هغه په خبره، کومې پوستې چې پوځ سره دي هغه د امنیتي حالاتو له امله دي.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د مومند ایجنسۍ ځايي ادارې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پوځي او لسي مشرتابه د پرېکړو له مخې له ۱۷ پوستو ۹ ختم شوې دي:

"دا نهه پوستې چې د ایجنسۍ شاوخوا لارې له اصلي سړک سره نښلوي، ځايي ادارې ته سپارل شوې دي".

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې پر اتو پوستو به د تېر په څېر پوځ او ملېشه تلاشي کوي.

په سیمه کې یو ځايي مشر او د عوامي نېشنل ګوند غړی نثار مومند دا ښه ګام بولي او وايي:

"د پوستو ختمېدل په دې مانا دي چې دلته امن راغلی دی".

ر

د عکس سرچینه، AFP

خو د مومند ایجنسۍ یو بل مشر شاه سوار مومند وايي امنیت ښه شوی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ هلې ځلې او دا چې ټاکنې را روانې دي نو لامل یې همدا دی چې پوځ دلته پوستې ختمې کړي.

"حکومت دا موقع ښه وګڼله چې اوس دا پرېکړه وکړي، خو که حکومت دا پرېکړه اوس کوله دوه میاشتې مخکې یې هم کولی شوه".

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پیلېدو سره په سوات کې هم ځینې پوستې ختم کړل شوې او یا یې واک ځايي پولیسو ته سپارل شوی دی.

دا ګام په داسې مهال دی چې د یکشنبې په ورځ پښتون ژغورنې غورځنګ د سوات په کابل لوبغالي کې ناسته لري.

د جمعې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په کتار کتار موټرو کې سوات ته لاړل چې د غونډې لپاره تیاری ونیسي.

په دغه ناسته کې دوی بیا له پوځ او حکومت غواړي چې غوښتنې یې ومني.