تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محکمې د زینب قاتل ته څلور ځلې د اعدام سزا اورولې
د پاکستان یوې محکمې ددې هېواد د ۶ کلنې زینب انصاري د وژلو او جنسي تېري په تور، ۲۴ کلن عمران علي ته د اعدام سزا واوروله.
د تورن عمران محکمه د لاهور ښار زندان د ننه جوړه شوې وه. نوموړی په دې زندان کې بندي دی.
عمران د محاکمې پر لومړۍ ورځ خپل جرم منلی دی.
د زینب مور هم د تورن د محاکمې پرمهال موجوده وه. ددغې محاکمې پرمهال ټینګ امنیت نیول شوی و.
د عمران د اعدام سزا له ترهګرۍ سره د مبارزې اړوندې محکمې قاضي سجاد احمد واوروله.
د پنجاب عمومي څارنوال احتشام قادر د لاهور محکمې له ودانۍ بهر رسنیو ته وویل، مجرم عمران علي ته څلور ځلې د اعدام سزا اورول شوې ده.
ده وویل، مجرم له نجلۍ سره د ناوړه عمل په جرم په عمري بند او له وژلو وروسته یې د مړي په غورځولو په اتوکلونو بند محکوم شوی و.
د تېرې جنورۍ پر څلورمه قصور کې اوه کلنه زینب ترۍ تم شوه، چې د یادې میاشتې پر نهمه نېټه یې مړی کور ته څېرمه په یوه ډېران کې وموندل شو.
پاکستان کې خلکو پر زینب د جنسي تېري او وژنې پرضد قهرېدلي لاریونونه وکړل او پولیس یې ملامت ګڼل، وروسته لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې لږترلږه دوه کسان پکې ووژل شول.
د زینب مور او پلار تورن عمران علي ته د مرګ پر سزا ورکولو خوښي ښودلې او په عام محضر کې یې د هغه اعدامول غوښتي.
عمران علي د جنورۍ پر ۲۲مه قصور ښار کې ونیول شو.
وروسته د پنجاب ایالت اعلی وزیر شهباز شریف د جنورۍ پر ۲۳مه، خبریالانو ته وویل، د زینب له مړي ترلاسه شوې ډي اېن اې د هغه له ډي اېن اې سره برابره وه، همدا ده چې ده وژلې ده.