محکمې د زینب قاتل ته څلور ځلې د اعدام سزا اورولې

یوه ماشومه اسلام اباد کې د احتجاج پرمهال د وژل شوې زینب انځور لېږدوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوه ماشومه اسلام اباد کې د احتجاج پرمهال د وژل شوې زینب انځور لېږدوي

د پاکستان یوې محکمې ددې هېواد د ۶ کلنې زینب انصاري د وژلو او جنسي تېري په تور، ۲۴ کلن عمران علي ته د اعدام سزا واوروله.

د تورن عمران محکمه د لاهور ښار زندان د ننه جوړه شوې وه. نوموړی په دې زندان کې بندي دی.

عمران د محاکمې پر لومړۍ ورځ خپل جرم منلی دی.

د زینب مور هم د تورن د محاکمې پرمهال موجوده وه. ددغې محاکمې پرمهال ټینګ امنیت نیول شوی و.

د عمران د اعدام سزا له ترهګرۍ سره د مبارزې اړوندې محکمې قاضي سجاد احمد واوروله.

د پنجاب عمومي څارنوال احتشام قادر د لاهور محکمې له ودانۍ بهر رسنیو ته وویل، مجرم عمران علي ته څلور ځلې د اعدام سزا اورول شوې ده.

زینب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې خلکو پر زینب د جنسي تېري او وژنې پرضد قهرېدلي لاریونونه وکړل

ده وویل، مجرم له نجلۍ سره د ناوړه عمل په جرم په عمري بند او له وژلو وروسته یې د مړي په غورځولو په اتوکلونو بند محکوم شوی و.

د تېرې جنورۍ پر څلورمه قصور کې اوه کلنه زینب ترۍ تم شوه، چې د یادې میاشتې پر نهمه نېټه یې مړی کور ته څېرمه په یوه ډېران کې وموندل شو.

پاکستان کې خلکو پر زینب د جنسي تېري او وژنې پرضد قهرېدلي لاریونونه وکړل او پولیس یې ملامت ګڼل، وروسته لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې لږترلږه دوه کسان پکې ووژل شول.

د زینب مور او پلار تورن عمران علي ته د مرګ پر سزا ورکولو خوښي ښودلې او په عام محضر کې یې د هغه اعدامول غوښتي.

زینب

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د زینب مور او پلار تورن عمران علي ته د مرګ پر سزا ورکولو خوښي ښودلې او په عام محضر کې یې د هغه اعدامول غوښتي.
د زینب پلار امین انصاري وايي: "داسې احساس کوم لکه نړۍ چې پای ته رسېدلې وي".

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د زینب پلار امین انصاري وايي: "داسې احساس کوم لکه نړۍ چې پای ته رسېدلې وي".

عمران علي د جنورۍ پر ۲۲مه قصور ښار کې ونیول شو.

وروسته د پنجاب ایالت اعلی وزیر شهباز شریف د جنورۍ پر ۲۳مه، خبریالانو ته وویل، د زینب له مړي ترلاسه شوې ډي اېن اې د هغه له ډي اېن اې سره برابره وه، همدا ده چې ده وژلې ده.