خیبر پښتونخوا: له ښځو او نجونو سره د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

    • Author, کوثر اعوان وحید
    • دنده, بي بي سي پېښور

د نوي کال رادبره کېدو سره له ښځو سره زور زیاتي کې هم ډېروالی راغلی دی. د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي، تېرو شپږو کلونو کې له ماشومو نجونو سره د زور زیاتي ۲۲۲ پېښې ثبت شوې دي.

خیبر پښتونخوا کې د ماشومان خوندیتوب او خیر ښېګړې کمېسیون چارواکو په وینا په ټول کې د ماشومانو سره د ډول ډول زور زیاتي ۲۹۰۲۶ پېښو کې ۱۷۷۹۴ قضیو کې له هلکانو سره زور زیاتی شوی، ۱۱۲۲۶ پېښو کې له نجونو سره او شپږ قضیو کې له نرښځیو سره زور زیاتی شوی دی.

د چارواکو په وینا له ۲۰۱۱ نه راهیسې ثبت شویو پېښو کې ۳۸ پېښې ایبټ اباد، صوابۍ او اړوند سیمو کې ۳۷ ، مردان کې ۱۳۵ او چارسده کې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.

دا هغه شمېرې دي، چې حکومت سره ثبت شوې دي او داسې وېره څرګندیږي چې ښايي د داسې پېښو شمېر له دې هم ډېر وي، چې چارواکو سره ثبت شوې نه وي.

پېښور

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته د پېښور پولیسو یوه افسر فضل واحد ویلي، د جنسي تاوتریخوالي ډېرېدو یو لامل پر انټرنېټ، کېبل ټلویزیون او خواله رسنیو د نامناسبو موادو خپرېدل دي، چې په وینا یې د مخنیوي لپاره یې باید د امنیتي ارګانونو تر څنګ د پوهنتونونو، ښوونځیو، مدرسو استادان، مور- پلار او د ټولنې مخور خپل رول ولوبوي.

د تېر کال وروستیو او د روان کال له پیل سره دغه ایالت کې د عاصمه او روبېنه قضیې رامنځته شوې، چې ورسره له ښځو او ماشومو نجونو سره د زور زیاتي پېښو کې د زیاتوالي اندېښنې ډېرې شوې.