پېغلې وروستیو سلګیو کې د خپل قاتل نوم واخیست

عاصمه رانۍ

د عکس سرچینه، BASIT GILLANI

خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي، له هغو دوو کسانو یې یو نیولی، چې د کوهاټ سیمې یوې پېغلې وژلو قضیه کې مشکوک بلل کېږي. د کوهاټ پولیسو مشر عباس مجید مروت بي بي سي ته وویل، وژل شوې پېغله عاصمه رانۍ د ایبټ اباد ایوب طبي پوهنځي کې د دریم کال محصله وه او د وژنې لړ کې یې یو مشکوک اوس نیول شوی دی.

پولیس وايي نیول شوی سړی د رانۍ وژونکي ورورو دی او د دغې نجلۍ وژنه کې یې له هغه سره مرسته کړې. پولیس دغه راز ویلي قاتل مجاهد اپریدی سعودي عربستان ته تښتېدلی او دوی یې د نیولو لپاره له نړیوال پولیس 'انټرپول ' سره اړیکي نیسي.

عاصمه رانۍ د یکشنبې پر ورځ له کوره بهر وتله، چې ووژل شوه.

د وژل شوې نجلۍ ورور عرفان پولیسو ته خپله عریضه کې ویلي، وژونکي غوښتل د ده له خور سره واده وکړي، خو هغه له مخکې یو واده کړی و او له همدې کبله دوی انکار وکړ.

د پولیس سرچینې په وینا تورن کس د نجلۍ له وژلو سملاسي وروسته د اسلام اباد له لارې سعودي عربستان ته تښتېدلی دی.

وژل شوې نجلۍ له مړینې مخکې یوه ویډیويي کلیپ کې د خپل قاتل نوم اخلي او دغه ویډیويي کلیپ پر خواله رسنیو هم لاس پر لاس شوی دی.

خیبر پښتونخوا کې له تېرې څه مودې راهیسې له نجونو سره د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، خیبر پښتونخوا کې له تېرې څه مودې راهیسې له نجونو سره د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې دي

خیبر پښتونخوا کې له تېرې څه مودې راهیسې له نجونو سره د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې دي او ویل کېږي ډېری پېښو کې تورن کسان نه دي نیول شوي، چې له کبله یې د پولیسو فعالیت په تړاو هم پوښتنې راپورته کېږي.

نژدې دوې اونۍ مخکې مردان سیمه کې پر څلور کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی و او لوړ پوړو چارواکو یې هم په تړاو غبرګونونه څرګند کړل، خو ویل کېږي تورن کس یا کسان تر اوسه نه دي نیول شوي.