'نامعلوم کس له ۴۰ د ډېرو ښځو کمڅۍ پرې کړې'

د عکس سرچینه، Abid Bhat
د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې یوه ښځه تسلیمه نسرین وايي، د کور یوه خونه کې یې د یوه سړي سیوری ولید. مېرمن نسرین وايي دغه سړي پرې حمله وکړه، تر ستوني ونیوه او بې هوښه شوه. د نوموړې میړه ویلي، مېرمن یې داسې حال کې بې هوښه پرته ولیده، چې د سر یو څه ویښته یې پرې شوي ول.
له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې کشمېر کې دغه ډول ۴۰ پېښې شوې دي. دغه حالت په سیمه کې وېره، تره خپره کړې او د څه مودې لپاره له همدې کبله ځايي تعلیمي ادارې هم تړل شوې وې. هند کې له دې مخکې هم دغه ډول پېښې شوې دي. په هریانه او راجستان ایالتونو کې د دغه ډول نژدې ۵۰ پېښو رپوټونه پولیسو سره ثبت شوي وو.

د عکس سرچینه، Abid Bhat
کشمېر کې له دې کبله مظاهرې شوې او بېلتونپالو او امنیتي ځواکونو پر یوه بل دغو پېښو کې د لاس لرلو ترونه پورې کړي دي. ډېرو ښځو ویلي، دوی وهل شوې، بې هوښه شوې او کله چې بېرته په سد شوې دي، ویښته یې پرې شوي وو.

د عکس سرچینه، Abid Bhat
ځینو ښځو ویلي، بریدګر مخ پټ کړی و. دغه مېرمن نه غواړي وپېژندل شي، خو له خپلو پرې شویو سر وېښتو سره تصویر اخیستو ته چمتو شوې. نوموړې وايي، ګهیځ وختي پرې له کوره بهر برید وشو او د سرو زرو امیل یې هم وتروړل شو.

د عکس سرچینه، Abid Bhat
ځايي واکمن ګوند پي ډي پي او ډيلي کې واکمن ګوند بي جي پي پر بېلتون پالو د ښځو کمڅۍ پرې کولو تور پورې کړی دی. دوی وايي:
''بيلتون پالي غواړي د سولې او ثبات ګډوډولو لپاره دغه نوی تکتیک وکارووي. ''

د عکس سرچینه، Abid Bhat
یوه ځايي مدني فعال احسن انټو مظاهره کړې او دغه چاره یې د کشمېریو ښځو سپکاوی بللی دی. د حکومت مخالف سیاسي ګوند نېشنل کانګریس د 'خوېندو، مېندو او لوڼو په خوندیتوب ' کې دا د حکومت ناکامي بللې.

د عکس سرچینه، Abid Bhat
د دغو پېښو له کبله کشمیر کې مظاهرې هم شوې دي. حکومت وايي، د بریدګر نیولو لپاره یې ځانګړې ډله ګومارلې ده. حکومت وايي د بریدګر نیوونکي ته به شپږ سوه زره هندۍ روپۍ انعام ورکړي.
بل لور ته بیلتون پالو تور پورې کړی، چې له هنده د کشمیر خپلواکي غوښتونکو ډارولو لپاره حکومت د دغه ډول بریدونو پلان جوړ کړی دی.

د عکس سرچینه، Abid Bhat
ځايي ځوانانو د بریدګر مخنیوي لپاره د ګزمې ډلې جوړې کړې دي. دوی پر یوه اویا کلن سپین ږیري د بریدګر ګومان کړی او په وهلو ټکولو یې وژلی دی. سرینګر کې یو برتانوی او د شپږو نورو هېوادونو سیلانیان هم ګواښل شوي دي.

د عکس سرچینه، Abid Bhat
پر وسیم احمد هم د بریدګر شک شوی او بې دریغه وهل ټکول شوی دی. نوموړی وايي، خلکو غوښتل ژوندی یې وسوځي، خو پولیسو ژغورلی دی.

د عکس سرچینه، Abid Bhat
یوه ځايي اوسېدونکي ویلي، درېیو ورځو کې یې دوه ځله د ږنور کمڅۍ پرې شوې او له دې کبله یې کور کې امنیتي کمرې (سي سي ټي وي) لګولې.
عابد بټ د سرینګر اوسېدونکی عکاس دی.








