تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اردوغان: ترور پوځ تر جوړېدلو مخکې له منځه وړم
- Author, سپین تڼی
- دنده, بي بي سي لندن
د ترکیې ولسمشر وايي، هغه ځواکونه به وځپي چې امریکا یې د دغه هېواد له پولې سره سوریه کې جوړوي.
رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل، د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو د روزنې هڅه او د دغه پوله ساتي ځواک جوړېدل به "په نطفه کې شنډ کړي".
نوموړي دا ځواک د "ترور پوځ" وباله.
په انکره کې یوه لاریون ته د وینا پر مهال ښاغلي اردوغان واشنګټن د داسې پوځ پر جوړولو تورن کړ چې "پر ترکیه برید" ته تیار دی.
ترکیې لا مخکې هم دا پلان په سختو ټکو غندلی دی ځکه په دې ځواک کې به زیاته ونډه د کورد جنګیالیو وي.
ترکیه دغه جنګیالي د پي کي کې کارګر ګوند پورې تړلي بولي چې له کلونو راهیسې له دغه هېواد د کورواکۍ اخیستلو لپاره له پوځ سره ښکېل دي.
دوه ورځې مخکې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ضد ټلوالې ویاند ډګروال تامس "د پوله ساتي ځواک" د جوړولو خبره وکړه.
هغه وویل، دمګړۍ ۲۳۰ کسان لومړنۍ زدکړې کوي او غواړي شمېر یې ۳۰ زرو ته ورسېږي.
دا ۳۰ زره عرب او کورد جنګیالي به د سوریې پر پوله امنیت ساتي او څو کاله به دلته فعال وي.
د سوریې او روسیې غبرګون
د سوریې حکومت هم د دې ځواک جوړېدل د خپلې خاورې پر بشپړتیا ګوزار او په سیمه کې د امریکا ورانوونکی سیاست بللی.
دمشق د امریکا دا ګام د خپل هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانیو خلاف ورزي بولي.
روسیه- چې د سوریې متحده ده- خبرداری ور کوي چې د امریکا له لوري د هر ډول ځواک جوړېدل د سوریې له خوا د دوی له ولس او هېواد سره د خیانت په مانا دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدا شان خبرداری ور کوي چې د داسې ځواک جوړېدل به د ترکیې او عراق په پوله کې سوریه سره وویشي.
سرګي لاوروف وايي دا ډېره جدي موضوع ده او زیاتوي په دې سره د سوریې وېشلو ته لار جوړه شوې ده.
د داعش ضد جګړه کې د کوردانو رول
که څه هم ترکیه د سوریې کورد وسلوال ترهګر بولي، خو امریکا یې دا نظر نه مني او له اسلامي دولت ډلې سره جګړه کې یې مهم بولي.
د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو په سوریه کې له داعش سره جګړه کې مهم رول درلود او لوی ځمکنی ځواک یې جوړاوه.
دغو ځواکونو د امریکا په مشرۍ د هوايي ګوزارونو په مرسته له اسلامي دولت نومې ډلې د سوریې ډېرې ځمکې ونیولې.
په اکتوبر کې دوی د رقا ښار واک تر لاسه کړ چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د داعش د خلافت مرکز و.
له هغه راهیسې کورد جنګیالیو د فرات سیند پر څنډو نورې ځمکې هم ونیولې او لا هم له داعشیانو د دې ډاګي سیمې د پاکولو هڅه کوي.