تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه او ترکیه سوریه کې پر اوربند سلا شوې
رپوټونه وايي، انقره او مسکو په سوریه کې د اوربند د هوکړې په تړاو یوې هوکړې ته رسېدلي او دا هوکړه به د سوریې حکومت ته هم وړاندې کړي.
رپوټونه وايي، ترکه او روسیه په سوریه کې د اوربند په تړاو یوې هوکړې ته رسېدلې دي.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس د ترکي سرچینو له خولې ویلي، د سوریې په حلب ښار کې د اوربند له بریالۍ هوکړې وروسته - چې له ښاره یې په لړ کې مخالف وسله وال او د دوی کورنۍ ووتلې - روسیې او ترکیې پتېیلې ده چې د اوربند هوکړه د بشار الاسد حکومت ته د عملي کولو لپاره وړاندې کړي.
سرچینه وايي، په اوربند کې له ترهګرو ډلو سره د جګړې درېدل نه دي شامل، خو اټکل دی چې د سوریې پوځ، د دوی ملاتړې ملېشې او د مخالفانو ځواکونه به پکې شامل شي.
که د اوربند دا هوکړه په بریالیتوب ترسره شي، د سوریې حکومت او مخالفان به یې د قزاقستان پلازمېنه استانه ښار کې د ترکیې او روسیې تر څارنې لاندې د سولې خبرې پيل کړي.
اناتولي زیاتوي، انقره او مسکو د تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۲۵۴ پرېکړه لیک سیاسي چوکاټ پربنسټ د خبرو ملاتړ کې برخه اخیستل غواړي.
سلامشورې
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ وویل، د سوریې حکومت له مخالفانو سره سره د سولې د خبرو د لارو چارو په اړه سلامشورې او تماسونه پیل کړي، خو د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنه ډله وايي، له دغو سلامشورو هېڅ خبره نه ده.
له روسي انترفاکس خبري اژانس سره لاوروف نور جزییات نه دي ورکړي، چې دا ډول سلامشورې څرنګه پیل شوې او کومې ډلې پکې شاملې دي.
روسیې او ترکیې تېره اونۍ مسکو کې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته سوریه کې د سولې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د چمتووالي او منځګړیتوب خبره وکړه.
د درو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې د سولې راتلو لپاره به لازم ګامونه اخلي.
که څه هم خبرو لپاره ځانګړی ځای نه دی ټاکل شوی، خو مسکو وايي، چې قزاقستان کې به وشي، خو امریکا به پکې ګډون ونه لري.