تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'تيرو دوو کلونو کې ۵۰ زره داعش اورپکي وژل شوي'
د امریکا پوځ یوه چارواکي ویلي؛ په عراق او سوریه کې د اسلام دولت (داعش) نومې ډلې پرضد د نړیوال ایتلاف له پیل راهیسې په وروستیو دوو کلونو کې ددې ډلې لږ ترلږه ۵۰ زره جنګیالي وژل شوي دي.
دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي دا شمېره "محافظه کارانه اټکل" وباله او ویې ویل چې ښيي هوایي عملیات او ورته وخت کې د کم شمېر امریکايي سرتېرو شتون چې له محلي سرتېرو ملاتړ کوي، کېدای شي اغېزناک وي.
بلخوا امریکا په وار وار خبرداری ورکړی چې داعش کولی شي په چټکۍ سره نور اورپکي جذب کړي.
دغه امریکایي چارواکي خبریالانو ته وویل؛ ددغه هېواد په مشرۍ ایتلاف هوایي بریدونه کېدای شي د موصل په څېر سیمو کې چې اوس یې د نیولو لپاره عراقي ځواکونه عملیات کوي، ډېر شي خو د ولسي وګړو وژل کېدو خطر باید په پام کې ونیول شي.
دغه امریکايي چارواکي وویل؛ "دا ډول شمېرې ښيي چې دښمن ضربه خوړلې ده."
امریکا ترډېره د دشمن په اړه د شمېرو له ورکولو ډډه کوي.
خو جنرال شان مک فارلنډ په اګست میاشت کې اسوشېټډ پرس ته ویلي و چې نژدې ۴۵ زره داعش جنګیالي وژل شوي دي.
داعش چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په عراق او سوریه کې پراخې سیمې ونیولې ډېرې ماتې یې خوړلي او د امریکا په مشرۍ ایتلاف سربېره اوس د روسیې، ترکیې، عراق، سوریې او کردي ځواکونه هم پرې بریدونه کوي.
دا ډله اوس هم د عراق په موصل او د سوریې په رقه ښارونو کې شتون لري.