تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیې کوردانو ته د امریکا د وسلې پر ور کړه اعتراض وکړ
د ترکیې حکومت د امریکا په دې پرېکړه اعتراض کړی چې له مخې یې د سوریې شمال کې کورد وسلوالو ته وسلې ور کوي.
د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نور الدین جانیکلي وايي، دې اورپکو ته وسلې ور کول د منلو نه دي.
د هغه په خبره، د امریکا دا سیاست ګټور نه دی، ځکه هیله من دی چې واشنګټن به خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د امریکا پوځ وايي، چې د خلکو مدافع کنډکونو په نوم د سوریې کورد وسلوال د جګړې په ډګر کې یواځنی ځواک دی چې رقه ښار نیولی او داعش ترې ایستلی شي.
خو ترکیه د خلکو مدافع کنډکونه ترهګره ډله بولي او وايي چې په ترکیه کې له بلواګرو سره نږدې اړیکي لري.
له دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان ویلي وو، چې په دې برخه کې د ترکیې له اندېښنې "بشپړ خبر" دي.
پنټګان ویلي، چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس له ترک سیال سره ټلېفوني خبرې کړې، خو د دې خبرو جزیات یې نه دي خپاره کړي.
د سوریې ډیمو کراټیک ځواکونه - چې له عرب او د خلکو مدافع کنډکونو له وسلوالو - جوړ دي، له داعش سره په جګړه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه ورته سلا مشورې ور کوي او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف هوايي ملاتړ هم ور سره دی.
د پنټګان یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، چې دوی کوردانو ته درنې اوسپکې وسلې ور کوي.
د هغه په خبره، کوردانو ته د لارې اوارولو او د مورچو او سنګرونو جوړولو لپاره بودلدوزرونه هم ور کوي.
امریکايي چارواکي وایي، د جګړې له پای ته رسېدلو وروسته به دا تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.