تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه: انقرې ته د هالنډ سفیر نه پرېږدو
ترکیې د خپل وزیر د وینا د مخنیوي غچ اخیستو کې انقرې ته د هالنډي ډیپلوماتانو د ورتګ مخه نیولې ده او وايي له امسټرډام سره یې د ټولو مناسباتو او د لوړې کچې خبرو بهیر درولی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه، چې هالنډ روټرډام ته د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت په ملاتړ دوو ناستو ته د دوو ترکي وزیرانو د ورتګ او وینا کولو مخه ونیوه.
د تېرې دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۳مه/ کب ۲۳مه) ترکیې وویل، د هالنډ سفیر انقرې ته بېرته نه شي ستنېدلای.
د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموس نن ددې پرېکړې اعلانولو پرمهال وویل: "موږ دقیقاً کټ مټ هماغه کار کوو چې دوی له موږ سره کړی دی. د انقرې پر هوايي ډګر به د هالنډي چارواکو لېږدوونکې الوتکې ته د کښېناستو اجازه ورنه کړو او د دوی الوتکو ته به د ترکیې له هوايي حریم نه د ګټې اخیستو اجازه هم ورنه کړو".
په ورته وخت کې، د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل له هالنډه د خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.
د اروپا په ځینو لویو ښارونو کې د رجب طیب اردوغان په ملاتړ د ناستو او لاریونونو جوړېدو مخنیوی د انقرې او لوېديځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د نوې ترینګلتیا لامل وګرځېد.
په تېرو څو ورځو کې ترکیې د ښاغلي اردوغان په ملاتړ په جرمني، هالنډ، اتریش او سویټزرلنډ کې د غونډو جوړولو پروګرام درلود، چې د ځايي چارواکو د مخالفت له کبله لغوه شوې.
ددغو ناستو د لغوه کېدو په درشل کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جرمني او هالنډ د "نازیانو" پر پلونو پل اېښودونکي وبلل او ویې ویل چې دوی "له اسلامه وېره لري".
استانبول کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي، اوس ترکیه او هالنډ د ناټو چوکاټ کې "له بې سابقې ډیپلوماټیک کړکېچ" سره مخامخ دي.
پر همدې مهال، د دوشنبې په ورځ د هالنډ دولت خپلو وګړو ته د یوې خبرپاڼې په اعلانولو سره ترکیې ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته د هالنډیانو د سفر په اړه ویلي، چې ځانونه وساتي.