''د مشال خان خوېندې خپله سیمه کې زده کړې نه شي کولای''

مشال خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دغې محاکمې پر مهال د پاکستان قاضي القضات ثاقب نثار ویلي، د خپلو خلکو ساتنه او خوندیتوب د دولت مسوولیت دی.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د عبدالولي خان پوهنتون وژل شوي محصل مشال خان د پلار مدافع وکیل وايي، د مشال خوېندو ته خپله سیمه کې زده کړې ستونځمنې شوې دي. د بي بي سي خبریال وايي، نوموړي وکیل د اسلام اباد سترې محکمې کې د مشال خان قضیې څېړنې پر مهال دغه څرګندونې کړې.

نوموړي له محکمې غوښتي، چې پلازمېنه اسلام اباد کې د مشال خوېندو ته د زده کړو زمېنه برابره کړي. بل لور ته د دغې محاکمې پر مهال د پاکستان قاضي القضات ثاقب نثار ویلي، د خپلو خلکو ساتنه او خوندیتوب د دولت مسوولیت دی.

د خیبر پښتونخوا څارنوال وقار بلور محکمې ته وویل، چې د مشال خان وژنې پر مهال د اخیستل شوي ویډیويي کلیپ له مخې دغه وژنه کې ښکېل ۵۷ کسان پېژندل شوي دي، چې په وینا یې تر اوسه له دغو نه ۵۳ کسان نیول شوي دي.

نوموړي محکمې ته دا هم ویلي، چې عمران نومي تورن کس اعتراف کړی، چې پر مشال خان یې ډزې کړې، خو په ځواب کې قاضي ترې پوښتنه وکړه، چې دغه اعتراف څومره باوري بلل کېدای شي؟

قاضي القضات له څارنواله وپوښتل، چې د مشال وژنه د یوې ورځې پېښه نه ده، بلکې څو ورځې مخکې یو کمپاین پیل شوی و، چې په اړه یې هېڅ اقدام نه دی شوی. د قاضي په خبره د سیمې پولیس هم له دې خبر وو، خو دوی هم کوم اقدام نه دی کړی.

د مردان پولیسو مشر محکمې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، قضیه کې د پوهنتون چارواکو رول جووت شوی دی او په اړه به یې نهايي رپوټ وړاندې کړل شي.

مشال خان وژنه

د عکس سرچینه، DPO MARDAN

د عکس تشریح، چارواکي وايي، له ۵۷ ښکېلو کسانو نه ۵۳ نیول شوي دي

د محاکمې بهیر کې د مشال خان پلار له قاضي القضات نه غوښتنه وکړه، چې دغه محاکمه پلازمېنې ته ولېږدوي، چې ځواب کې یې سترې محکمې وویل قانون کې د محاکمې لېږد تګلاره معلومه ده.

بل لور ته خیبر پښتونخوا حکومت د مشال خان وژنې په اړه د څېړنو له پرېکړې لاس پر سر شوی.