"ځوانان دې د مشال خان انساني لار وپالي"

شمې
د عکس تشریح، د مشال خان په یاد په کابل کې د راټولو شویو سترګې نمجنې او زړونه مات وو.

د افغانستان د قبایلو او قومونو سرپرست وزیر د ډیورنډ کرښې پر دواړو لورو ځوانانو غږ وکړ، د پښتونخوا په مردان کې د وژل شوي محصل مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکري لار وپالي.

سرپرست وزیر غفور لېوال چې په کابل کې یې د مشال خان په یاد د بلو شویو ډیوو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افراطیت او تاوتریخوالی یوه سیمه ییزه ستونزه ده.

د هغه په خبره، د ډیورند کرښې لر و بر پروت ولس باید د مشال پر مرګ مایوسه نه شي، بلکې د مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکري لار دې وپالي.

لیکوال او شاعر محمدیار یار وویل په پوهنتون کې د مشال خان وژنه د دې ښکارندویه وبلله چې ګواکې ښوونیز نصاب له افراطه ډک دی او باید له سره ور ته کتنه وشي.

۲۵ کلن مشال خان د اپرېل په ۱۳مه د عبدالولي خان پوهنتون محصلانو ظاهراً اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وواژه.

په کابل کې د مشال خان یادغونډه د فرهنګیانو له خوا جوړه شوې وه، چې د ورته راغلیو سترګې یې نمجنې او زړونه مات وو.

مشال خان
د عکس تشریح، د افغانستان د قبایلو او قومونو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال د پښتونخوا په مردان ښار کې وژل شوی محصل مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکري سرلاری وباله.

د مشال خان وژنه د پاکستان د چارواکو او سیاستوالو تر څنګ دلته په افغانستان کې پر پلازمینه کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې هم چارواکو او روڼ اندو په کلکه غندلې ده.

تر اوسه د مشال د وژنې په تور تر ۱۵ ډېر کسان نیول شوي دي.

اسلام ته سپکاوی په پاکستان او افغانستان کې تر ډېره هغه تور دی، چې تورن ته د سپیناوي هېڅ موقع نه ورکول کېږي.

کابو درې کاله وړاندې په کابل کې د فرخندې په نامه یوه ښځه د زیارت د یوه مینجور له خوا قران ته په سپکاوي تورنه شوه چې بیا د قهرېدلو خلکو له خوا په وهلو ډبولو ووژل شوه.

د مشال خان یاد
د عکس تشریح، دا غونډه فرهنګیانو رابللې وه چې د افغانستان ځینو چارواکو هم پکې برخه اخیستې وه.
شمې
د عکس تشریح، د مشال خان په یاد په کابل کې د راټولو شویو سترګې نمجنې او زړونه مات وو.
د شمال خان یاد
د عکس تشریح، د غونډې ویناوالو مشال خان د تیارو قرباني وباله