تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ځوانان دې د مشال خان انساني لار وپالي"
د افغانستان د قبایلو او قومونو سرپرست وزیر د ډیورنډ کرښې پر دواړو لورو ځوانانو غږ وکړ، د پښتونخوا په مردان کې د وژل شوي محصل مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکري لار وپالي.
سرپرست وزیر غفور لېوال چې په کابل کې یې د مشال خان په یاد د بلو شویو ډیوو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افراطیت او تاوتریخوالی یوه سیمه ییزه ستونزه ده.
د هغه په خبره، د ډیورند کرښې لر و بر پروت ولس باید د مشال پر مرګ مایوسه نه شي، بلکې د مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکري لار دې وپالي.
لیکوال او شاعر محمدیار یار وویل په پوهنتون کې د مشال خان وژنه د دې ښکارندویه وبلله چې ګواکې ښوونیز نصاب له افراطه ډک دی او باید له سره ور ته کتنه وشي.
۲۵ کلن مشال خان د اپرېل په ۱۳مه د عبدالولي خان پوهنتون محصلانو ظاهراً اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وواژه.
په کابل کې د مشال خان یادغونډه د فرهنګیانو له خوا جوړه شوې وه، چې د ورته راغلیو سترګې یې نمجنې او زړونه مات وو.
د مشال خان وژنه د پاکستان د چارواکو او سیاستوالو تر څنګ دلته په افغانستان کې پر پلازمینه کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې هم چارواکو او روڼ اندو په کلکه غندلې ده.
تر اوسه د مشال د وژنې په تور تر ۱۵ ډېر کسان نیول شوي دي.
اسلام ته سپکاوی په پاکستان او افغانستان کې تر ډېره هغه تور دی، چې تورن ته د سپیناوي هېڅ موقع نه ورکول کېږي.
کابو درې کاله وړاندې په کابل کې د فرخندې په نامه یوه ښځه د زیارت د یوه مینجور له خوا قران ته په سپکاوي تورنه شوه چې بیا د قهرېدلو خلکو له خوا په وهلو ډبولو ووژل شوه.