تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مشال وژنه: "د دین سپکاوی د وژونکو یوه پلمه وه"
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي، د مردان عبدالولي خان پوهنتون د محصل مشال خان په وژنه کې دین ته د سپکاوي کولو خبره د یوې پلمې په توګه کاروول شوې ده. عمران خان د سې شنبې پر ورځ صوابۍ سیمه کې د مشال خان له کورنۍ سره لیدلي دي.
نوموړي له دغې لیدنې وروسته رسنیو ته ویلي، هر هغه کس ته به سزا ورکړل شي، چې دغه وژنه کې لاس لري.
د عمران خان په خبره، 'د وژونکو هدفونه نور وو، خو هغوی د دین سپکاوی یوازې یوه پلمه نیولې وه. '
نوموړي ویلي، هغسې زور زیاتی، چې له مشال خان سره شوی، ځناور هم دغه ډول ظلم نه کوي.
عمران خان ویلي، وژونکي که د هر سیاسي ګوند اړوند وي، د خپل عمل سزا به وویني. عمران خان زیاته کړې، د پاکستان ټول سیاسي او مذهبي ګوندونه په دې اړه یوه خوله دي، چې باید د مشال خان وژونکي د خپلې کړنې سزا وویني.
عمران خان د مشال وژنې قضیه کې د پولیسو څېړنه او رول ستایلي دی.
د مشال خان له مور او پلار سره له لیدو ورسته عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي، د مشال خان کورنۍ ترې غوښتنه کړې، چې د یادګار په توګه د هغه په نامه کړي، چې د عمران خان په وینا خورا مناسبه غوښتنه ده.
بل لور ته یوه نوی ویډیويي کلیپ خپور شوی، چې په کې د مشال خان وژونکي د هغه له وژنې وروسته یوه بل ته مبارکي وايي او لوړه کوي، چې د وژونکي نوم به نه برالا کوي.
دغه ویډیويي کلیپ پر خواله رسنیو خپور شوی او په کې عارف نومی کس خپل او د پلار نوم یادوي او وايي که څوک د مشال خان وژنه کې پولیس ته رپوټ ورکوي، د ده نوم دي ولیکي.
وروسته همدغه کس د هغه کس نوم نه اخیستو لوړه کوي، چې مشال خان په ډزو ولي او وايي، چې د نامه څرګندونکی به (غدار) وي.
دغه ویډیو کې شته کسان یوه بل ته مبارکۍ وايي او په شاوخوا کې د تکبیر نارې اورېدل کېږي.
له دې مخکې د مشال خان وژنې ویډیويي کلیپ هم خپور شوی و او پولیسو د هغې ویډیو له مخې یو شمېر مشکوک کسان نیولي دي.