ډان: 'د مشال وژل که د منځنیو پېړیو وحشت'

د عکس سرچینه، FACEBOOK
ډان
د پاکستان دغې ورځپاڼې د پېښور عبدالولي خان پوهنتون کې د یوه محصل د وژل کېدو په اړه یوه مطلب کې وايي، دغه عمل د منځنیو پېړیو وحشت ته ورته کار دی.
ورځپاڼه اندېښنه ښيي چې دا ډول کړنې په داسې ټولنو کې کېږي، چېرته چې فکر کېږي د علم او پوهې په رڼا سره ذهنونه روښانه شوي دي.
په مطلب کې لیکل شوي، دولت ددا ډول کړنو مسؤول دی او د سخت دریځۍ په مبارزه کې کلیشه يي هڅې پخپله همدا ډول فکر ته لاره هواروي.
ډيلي مېل
د بریتانیا دغې ورځپاڼې ځینې انځورونه خپاره کړي، چې وايي دا د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې د ''شډل'' بازار دي. په دغو انځورونو کې خامې او نیمه خامې ودانۍ لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
سنډې ټایمز
د بریتانیا سنډې ټایمز ورځپاڼه وايي، د امریکا د ولسمشر یو نژدې سلاکار بریتانیا ته ویلي امریکا د شمالي کوریا د اتومي پروګرام له کاره غورځولو توان لري او ښايي د دې کار لپاره یو برید هم وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، دا ګوتڅنډنه داسې ښکاري چې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په مسله کې د چین ورګډولو لپاره یوه هڅه ده.
د ورځپاڼې په وینا، لوړپوړو چارواکو ویلي، ښايي امریکا ددې کار لپاره له لویو وچو تېرېدونکي توغندي وکاروي.
واشنګټن پوسټ
دغه امریکا چاپ ورځپاڼه وايي، شمالي کوریا نن داسې توغندی ازمویلی، چې د تیورۍ له مخې یې امریکا په نخښه کولای شوی.
د ورځپاڼې په وینا، دا توغندی داسې مهال ازمویل کېده چې شمالي کوریا له امریکا سره د اتومي وسلو د جګړې لپاره چمتووالی ښودلی.
واشنګټن پوسټ ویلي، د دغه توغندي د ازمویلو ناکامه هڅه دا ښيي چې یوڅوک یوازې په یوه ماده ځانښودنه کوي او شمالي کوریا کې له لوی پوځي پرېډ وروسته هغه احساس له منځه وړي چې په دغه پوځي پرېډ کې رامنځ ته شوی و.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
نیویارک ټایمز
دغې امریکایۍ ورځپاڼې د سوریې د شپږ کلنې شخړې په اړه لیکلي، داسې اسناد او شواهد ترلاسه شوي چې د سوري ځواکونو په لاس څه باندې شپږ زره کسان وژل شوي چې ډېری یې ربړول شوي هم دي.
ورځپاڼه زیاتوي، ددغو شپږو کلونو په تېرېدو سره لاهم په دغه هېواد کې د شویو جرمونو اصلي عاملین ازاد ګرځي او داسې شونتیا نه ښکاري چې دغه کسان دې عدالت ته وسپارل شي.
یاده ورځپاڼه وايي، دغه اسناد د سوریې پولیسو کې یوه عکاس له ځان سره اروپا ته راوړي چې پولیسو کې یې دنده لرله چې وايي د دولتي ځواکونو په لاس د شپږ زره وژل شویو کسانو انځورونه پکې دي.








