د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د مشال خان وژنه غندلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوی زده کوونکي مشال خان پر وژنه خواشيني څرګنده کړې ده.
مشال خان تېره پنجشنبه د يو شمېر محصلينو له خوا په دې تور ووژل شو چې ګواکې پر خواله رسنيو يې اسلام ته سپکاوی کړی و.
لومړي وزير په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، "په عبدالولي خان پوهنتون کې د بې حسه خلکو له خوا د مشال خان پر مړينه ډېر خپه يم".
نوموړي ويلي "ټول بايد په ګډه د دې جرم غندنه وکړو". په اعلاميه کې راغلي "دا هېڅ د منلو نه ده چې خلک دې قانون په لاس کې واخلي".
په ورته وخت کې د پاکستان جماعت علماء اسلام (سميع الحق ډلې) مشر مولانا سميع الحق هم د مشال خان وژنه غندلې ده.
نوموړي ويلي د اسلام په نامه د يو چا وژل په اصل کې د اسلام بدنامول دي او هېڅوک نشي کولي د تور پر بنسټ څوک ووژني.

د عکس سرچینه، Getty Images
همدارنګه په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال مردان ته تللی او د وژل شوي محصل مشال خان له کورنۍ سره يې خواخوږي کړې ده.
و يل کېږي، مشال خان یو له هغو ځوانانو و چې د فيس د زياتېدو له کبله يې د پوهنتون د مشرتابه پر ضد مظاهرې کولې.
په مردان کې د دې پېښې په اړه ۱۳ تنه نيول شوي. په دوی کې څلور تنه د پوهنتون کارکوونکي دي. له دغو نیول شويو کسانو اته تنه محکمې ته وړاندې شوي او امر شوی چې څلور ورځې د پوليسو په ولکه کې تېرې کړي.











