ملالې یوسفزۍ د مشال خان وژنه ترهګریز عمل وباله
د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ د مردان عبدالولي خان پوهنتون د ژونالیزم پوهنځي محصل مشال خان وژنه یو ترهګریز عمل وباله.
بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته په رالېږل شوي پیغام کې ملالې ویلي "هغو کسانو چې دغه کار کړی نه د اسلام، نه د پښتونولۍ او نه هم زموږ د هېواد استازيتوب کوي".
ملاله وايي، هېڅوک د بل انسان د ژوند اخیستلو حق نه لري او هر یو کس چې بل کس د مذهب په نوم ووژني ترهګري ده.
۲۵ کلن مشال د مردان په عبدالولي جان پوهنتون کې یو شمېر محصلینو مذهب ته د سپکاوي په تور د اپریل په ۱۳مه نېټه په وهلو، ډبولو وواژه.
د مشال پلار اقبال خان بي بي سي ته وویل، چې 'هم یې ووژه او هم یې پرې تور پورې کړ '.
نوموړي زیاته کړه "مشال اسلام او د اسلام سپېڅلو احکامو ته سپکاوی نه دی کړی."هغه به تل د علم او پوهې خبرې کولې".
ملالې چې وايي د مشال وژنې خواشینې کړې پر حکومت، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو غږ کړی چې د دغه ډول کړنو پر ضد یو موټی شي او د مشال له پلار سره یوازې د حق غوښتنه وکړي.

د عکس سرچینه، FACEBOOK
د ملالې په وینا 'که د دغه ډول کړنو مخه اوس ونه نیول شي، نو سبا بیا هم رامنځ ته کېدلی شي. '
ملالې یوسفزۍ چې د برتانیا په برمنکهم ښار کې اوسېږي د مشال له پلار سره ټیلیفوني خبرې هم کړي دي.
د مشال خان جنازه نن (جمعه ۱۴ اپریل) خاورو ته وسپارل شوه.









