د شربت ګلې وکیل: له تفصیلې پرېکړې وروسته به خبرې وکړم

د عکس سرچینه، AFP
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
په پښتونخوا کې عدلي ادارو په نړیواله کچه د مشهورې شین سترګې افغانې په ضمانت د خوشي کېدلو غوښتنه ونه منله.
د پېښور په حیات اباد کې د ځانګړې محکمې قاضي د چهارشنبې په ورځ د هغې د ضمانت په تړاو پرېکړه واوروله.
شربت ګلې د جمعې په ورځ د ضمانت درخواست کړی و او وکیل یې د سې شنبې په ورځ په محکمه کې دلایل وویل.
شربت ګله د جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې د درلودلو له امله نیول شوې.
د پاکستان حکومت د جعلي شناختي کارډونو د جوړولو په تور د نادرا دوه کارمنان هم لا د مخه نیولي دي.
د شربت ګلې انځور په ۱۹۸۰ کلونو کې د نېشنل جیوګرافیک مجلې پر پښتۍ خپور شو، چې په مټ یې وروسته دغه شین سترګې افغانه په نړیواله کچه مشهوره شوه.
افغان سفارت وايي، د دې انځور د شهرت له امله اوس شربت ګله په نړیواله کچه د افغانستان پېژندونکې جوړه شوې ده.
د شربت ګلې وکیل - د افغان سفارت قانوني سلاکار - مبشر نذیز په ځانګړي ډول له اسلام اباد څخه پېښور ته تللی و، بي بي سي ته یې ویلي چې د تفصیلي پرېکړې له کېدلو وروسته به په دې تړاو څه ووايي.

د عکس سرچینه، AFP
شربت ګله د اکتوبر پر ۲۶ د پاکستان د پلټنو ادارې ونیوله او وروسته محکمې بند ته واستوله.
د شربت ګلې له نیولو مخکې د شناختي کارډ جوړولو مرکزي ادارې نادرا مهم کارمنان هم دغې افغانې ته د کارت جوړولو په تور نیول شوي دي.
په اسلام اباد کې افغان سفارت د شربت ګلې د خوشي کولو لپاره سختې هڅې کوي.
افغان سفارت د شربت ګلې د خوشي کولو لپاره هغې ته قانوني مرستې چمتو کړې دي.
په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د سفارت کونسلر او وکیلان یې پېښور ته استولي چې د شربت ګلې په خوشي کولو کې ممکنه هڅې وکړي.
د پاکستان حکومت د سزا نه د بچ کيدو لپاره جعلي پيژندپاڼو لرونکو (افغانان کډوالو) ته د اکتوبر يو دېرشمه وروستۍ نېټه ټاکلې وه.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت ټولو جعلي يا غير قانوني پيژند پانه لرونکو ته خبرداری ورکړی و، چې تر ټاکلې نېټې خپل جعلي يا غير قانوني اسناد لکه پاسپورټ يا پيثرندپاڼې دغه وزارات ته وسپاري او ځان له سزا نه بچ کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورنو چارو وزارت ګواښ کړی و، چې له اکتوبر وروسته به د جعلي اسناد لرونکو ته له قانون سره سم چلند کېږي.
شربت ګله له ټاکلې نېټې مخکې ونیول شوه
خو شربت ګله د اکتوبر په شپږ ويشتمه د وفافي استخباراتي ادارې د چارواکو لخوا نيول شوې ده.
د دې ادارې چارواکو رسينو ته ويلي، چې دغه افغان ميرمن یې په خپل کور کې نيولې ده، خو د سې شنبې په ورځ د شربت ګلې قانوني وکيل مبشر نذر عدالت ته وويل، د استخباراتي ادارو چارواکو شربت ګله هغه وخت ونيوله چې افغانستان ته په لار وه.
د هغه په خبره، افغان ميرمن غوښتل چې له اخري نيټې وړاندې جعلي پيژندپاڼه ختمه کړي او افغانستان ته لاړه شي.
افغان ميرمن شربت ګلې پوليسو ته د جعلي پيژند پاڼې درلودل منلي، خو نوموړې په محکمه کې د جعلې پيژندپاڼې له جوړولو انکار کړی و.
د سې شنبې په ورځ افغان سفير ډاکټر عمرزاخيلوال رسينو ته ويلي و، چې يواځې شربت ګله نه ده چې جعلې پيثرندپاڼه لري، بلکې پنځه لکه داسې نور افغان کډول هم شته چې دغسې جعلي اسناد یې جوړي کړي دي.
په پاکستان کې د قانوني چارو کارپوهان وايي، د وفاقي استخباراتي ادارې د چارواکو لخوا د شربت ګلې نيول له هغه مهلت د حکومت سرغړونه ښيي، چې غير قانوني اسناد لرونکو ته یې ټاکلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images








