فرانسه د خبریالانو پر وژنې بېړنۍ غونډه کوي
مالي کې د دوو فرانسوي خبریالانو له وژل کېدو وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند نن یکشنبه د وزیرانو بېړنۍ غونډه بللې ده.
د غیسلاین دوپون او کلاوډ ویرلون جسدونه د وسله والو کسانو له لوري له تښتول کېدو لږ وروسته د مالي شمالي ښار کېدال ته نژدې وموندل شول.
ښاغلي اولاند دغه وژنې یو ذلیل عمل بللی.
د نوموړي دفتر ویلي، هغه د مالي له ولسمشر ابراهیم بوبکر کېیتا سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او دواړو مشرانو د مالي شمال کې د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزې ته دوام ورکولو لپاره خپل هوډ تکرار کړ.




