د سعودي په يوه زندان کې اور لګېدلی دی
سعودي عربستان کې چارواکي د دغه هېواد د شمال په یوه زندان کې د اړودوړ رامنځ ته کېدو او اورلګېدنې پېښې په باب څېړنه کوي.
څلور کسان د برېدې زندان کې هغه مهال ژوبل شول، چې د زندانیانو خپل خپلوان زندان ته اونیزې لیدنې لپاره ورغلل. وروسته زندان کې اور ولګېد.
اور وژونکو اور کابو کړ او امنیتي ځواکونو د زندان نظم سمبال کړ.
ډزې هم واورېدل شوې. دوه زندانیان روغتون ته ولېږدول شول، چې په مرمیو لګېدلي وو او د دوو ساتونکو درملنه وشوه، چې وهل ډبول شوي وو.




