اسد د لومړي وزير مرستيال ګوښه کړی دی
د سوریې ولسمشر بشارالاسد، د خپل لومړي وزیر مرستیال قدري جمیل وروسته تر هغه له دندې ګوښه کړ چې په جينيوا کې یې له امریکايي دیپلومات سره لیده کاته کړي وو.
د سوریې خبري رسنۍ وايي دغه لیدنه پرته له اجازی ترسره شوې.
د سوریې لپاره د امریکا پخواني سفیر رابرت فورد چې له ښاغلي جمیل سره یې لیدلي بي بي سي ته وویل قدري جمیل په یوه فرصت کې د لیدنې غوښتنه ترې کړې وه.
رابرت فورد وايي دوی د سوریې د بحران پر سر د سوله ییز حل پرته پر نورو ټولو موضوعاتو موافق نه وو.




