ننګرهار کې ځانمرګي بريد دوه پوليس وژلي
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې یوه موټر بم چاودنه شوې، چې لږ تر لږه دوه پولیس په کې وژل شوي او اته نور کسه ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي، پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه ځانمرګي بریدګر خپل موټر ته په جلال اباد ښار کې د امنیې قوماندانۍ مخې ته چاودنه ورکړه.
داسې ویل کېږي، چې په دغه چاودنه کې دوه ولسي وګړي هم وژل شوي، خو چارواکو تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې.
د قاري حمزه په نامه یوه کس چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي، د ټیلیفون له لارې بي بي سي ته ویلي، چې دغه برید د دوی له خوا تر سره شوی دی.




