بنګله دېش کې درمل پلورونکو کاربندیز اعلان کړی
په بنګله دېش کې درمل پلورونکو د حکومت د هغه ګام پرضد کاربندیز اعلان کړی چې له مخې یې د ناقانونه درملو مخنیوی غواړي.
یوازې د روغتونونو درملتونونه پرانېستي پاتې دي.
تېره اوونۍ پولیسو د تاریخ تېرو، جعلي او ناقانونه درمل پلورنې په تور سلګونه کسان ونیول او یو شمېر درملتونونه یې وتړل.
حکومت وايي د کورني درمل جوړونې صنعت د خوندیتوب لپاره هڅې کوي، خو درمل پلورونکي شکایت کوي چې دوی د حکومت د ګامونو قرباني کېږي او ربړول کېږي.




