عبدالله عبدالله ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړ
د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله ځان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په رسمي ډول د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره ثبت کړ.
د ښاغلي عبدالله خپل لومړی مرستيال د اسلامي حزب د عبدالهادي ارغنديوال د څانګې، انجنير محمدخان دی او دويم مرستيال يې د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق دی.
عبدالله عبدالله په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې هم سیالۍ ته ولاړ و، او له ولسمشر کرزی وروسته يې ډېرې رايې ګټلې وې




