لوېدیځوالو مشرانو د ایران نرمښت وستایه

امريکا او اروپايي هېوادونو په نيويارک کې د ايران د بهرنيو چارو وزیر محمد جواد ظريف سره د لوړې کچې له خبرو وروسته د هغه د نوې لهجې هرکلی کړی دی.

ښاغلي ظريف وويل لېوال دی هغه شکونه چې ګواکې ايران اتومي وسلې جوړوي ختم کړي او څومره چې ژر کېدای شي، بنديزونه لرې شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون چې د دغې ناستې مشري یې کوله وويل دوې اوونۍ وروسته به د روانو خبرو د مخ پر وړاندې بېولو لپاره بيا په جینیوا کې سره ټول شي.