ملي امنیت د سیاف د وژنې په تور یو شکمن نیولی
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د ولسي جرګې غړي عبدرب الرسول سیاف د وژنې د هڅې په تور یې یو کس نیولی دی.
سرچینه وايي، چې نیول شوی کس د طالبانو د یوې ډلې مشر و، چې درې کاله بندي او دوې میاشتې مخکې خوشی شوی و.
ملي امنیت وايي، نیول شوی کس نجیب الله نومېږي، چې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د سرچینې په حواله، نیول شوي تورن د سیاف د وژلو لپاره ځانمرګي برید ته ځان چمتو کړی و.
د ملي امنیت په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مخکني زندان تر خوشي کېدا وروسته په میدان وردګو ولایت کې بېرته اورپکۍ ته مخه کړې ده.
د افغانستان استخبارات وايي، چې تورن د پاکستان کوټه کې د طالبانو له شورا لارښوونې اخیستې او د ښاغلي سیاف د وژلو لپاره ګومارل شوی و.
د ویناپاڼې په حواله، له دغه کس سره دوه نور شکمن هم نیول شوي دي.
عبد رب الرسول سیاف په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو پرضد پاروونکې ویناوې کړې، چې د نوموړي په وینا، څو ځلې ورته د تیلیفون په مټ د مرګ ګواښونه شوي دي.








