ایران وايي، سوریه کې د سولې منځګړیتوب غواړي
د ایران ولسمشر حسن روحاني په ډاګه کړه، چې حکومت یې په سوریه کې د سولې منځګړتوب ته چمتو دی.
ښاغلی روحاني وايي، دا کار د خپلې هغې تګلارې د یوې برخې په توګه کوي، چې غواړي له نورو هیوادونو سره رغېدونکي اړېکې ولري.
د ایران ولسمشر واشنګټن پوست ته په خپله لیکنه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې دهغه د ټاکل کیدو له فرصت نه ګټه واخلي او له ایران سره په ګډه په منځني ختیځ کې د سیالیو په اړه خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، ولسمشر اوباما خوښ دی، چې د ملګروملتونو دراتلونکې عمومې غونډې په څنډو کې له ښاغلي روحاني سره وویني.




