افغان لوړپوړې افسره په ډزو ټپي شوې
د افغانستان سوېلي ولایت هلمند کې یوه افغانه ښځینه افسره د نا پېژاندو وسله والو په ډزو ټپي شوې ده.
دا پېښه څو میاشتې وروسته تر هغه شوې چې د دوی یوه سلفه هم ورته پېښه کې وژل شوې وه.
پېښه د یکشنبې پر ګهیځ د هلمند ولایت لشکرګاه کې شوې ده.
دا پر افغان ښځينه پولیسو تر ټولو وروستی برید دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي "پر موټر سایکل سپرو دوو برید کوونکو یوه ۳۵ کلنه ښځینه افسره په ډزو ویشتلې. د ویشتل شوې نوم نګار یاد شوی ".
ښاغلي ځواک ویلي، چې برید د نګار له کور بهر پر هغې شوی، چې په ښي مټ لګېدلې ده.
سرچینه وايي، برید کوونکي تښتېدلي.
نګار، له تېرو پنځو کلونو راهیسې پولیسو کې کار کوي.
نوموړې د اسلام بي بي ځای ناستې ده، چې په تېر جولای کې هلمند کې ووژل شوه.
اسلام بي بي د افغانستان سوېلي ولایت هلمند کې جګپوړې افغان افسره وه.
په وروستیو میاشتو کې پر ځینو مخکښو افغان مېرمنو بریدونه ډېر شوي او یا تښتول شوې دي.








