د روسیې رواني ناروغیو روغتون کې اور لګېدلی
د روسیې شمال لوېدیځ کې د رواني ناروغیو په یوه درملتون کې اور لګېدلی.
چارواکي وايي پېښه کې لږ تر لږه ۳۵ کسان بې درکه دي.
د بېړنیو چارو وزیر په وینا ښايي یو شمېر بې درکه کسان له دغې ودانۍ څخه تښتېدلي وي، چې په کې د نژدې شپېتو نارینه ناروغانو درملنه کېده.
د نا تایید شويو رپوټونو له مخې اور یوه ناروغ لګولی، چې خپل بستر ته یې اور ورته کړ. اپریل میاشت کې د پلازمېنې مسکو څنډو کې د رواني ناروغانو په یوه روغتون کې د اور لګېدو له کبله اته دېرش کسان وژل شوي وو.
له هغه وروسته، روسیې کې د رواني ناروغانو د ساتنې په باب اندېښنو څرګندونه وشوه.




