جان کېري اروپا ته په سفر ځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري اروپا ته څلور ورځنې سفر پیلوي.
دا سفر په اصل کې د فلسطینیانو او اسرايیلو ترمنځ د سولې د خبرو د هڅولو لپاره دی خو کېدای شي د سوریې دولت په وړاندې پوځي اقدام په دې سفر کې د خبرو پرمهال په لومړي سر کې ځای ولري.
ښاغلی کېري لومړی لیتوانیا ته ځي او هلته به د اروپايي ټولنې له بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.
له دې وروسته نوموړی پاریس ته ځی او هلته به د عربي ټولنې له استازو او له خپل فرانسوي سیالې سره خبرې وکړي.
فرانسه د سوریې دولت پرضد د پوځي اقدام کلک ملاتړی هېواد دی.
د جي ۲۰ هېوادونو سرمشریزه د سوریې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ په ښکاره مخالفت پای ته ورسېده.
د امریکا کانګرس غړي د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې په سوریه کې د پوځي اقدام په اړه رایه ورکوي.
ټولې نښې نښانې ښيي چې کانګرس به د دې اقدام پلوي وکړي.








