هرات: کونسلګرۍ مخۍ ته احتجاج په تاو تریخوالي واوښت

هرات ښار کې د ایرن کونسلګرۍ مخې ته لاریون په تاوتریخوالي اوښتی چې په ترڅ کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

لاریون هغو کسانو کړی چې وايي دغه هېواد ته له تګ وړاندې یې د ایران قونسلګرۍ ته د ضمانت په توګه درې سوه ایرو ورکړې وې خواوس یې بېرته نه ورکوي.

له دې وړاندې دغو کسانو ګواښ کړی و که دوی ته حق و نه سپارل شي نو په لاریون به لاس پورې کړي.

ځايی چارواکي وايي د ایران کونسلګرۍ افغان ساتونکو وروسته له هغه پر لایون کوونکو ډزې وکړې چې دوی د ایران کونسلګرۍ پر دروازه برید وکړ.