چین کې ۱۱۴ میلیون کسان د شکرې ناروغي لري

یوې ساینسي سروې ښوولې چین په نړۍ کې د شکرې تر ټولو ډېر ناروغان لري. په دغه هېواد کې نژدې یوسل او څوارلس میلیونه بالغ کسان د شکرې یا دیابېت په ناروغۍ اخته دي.

دغه څېړنه چې امریکا د روغتیا ټولنې په مجلې کې چاپ شوې ښيي چې دغې ناروغۍ د چین د بالغو وګړو یوولس اعشاریه شپږ سلنه وګړي اغېزمن کړي دي.

دغه شمېرې د امریکا په پرتله لوړې دي.

دغه سروې چې د ۲۰۱۰ کال د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ شوې، په چین کې د ژوند بڼه او د خوړو رژیم یې لامل بلل کیږي.