هرات د وژل شویو انجنیرانو قاتلینو ته سزا غواړي
د افغانستان لوېديځ هرات ولایت کې شاوخوا دوو سوو انجنیرانو په دې ولایت کې د وژل شویو انجنیرانو قاتلینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
دوی له افغان حکومته د انجنیرانو د قاتلینو د موندلو غوښتنه وکړه.
د معترضو انجنیرانو پرېکړه لیک کې پر لیک او لوست ټینګار وشو او انجنیران بې پرې وبلل شول.
په تېره یوه میاشت کې د یو شمېر انجنیرانو په ګډون هرات ولایت کې د ودانیزو پروژو ۱۵ کارکوونکي وژل شوي.




