امريکايي ساتونکو ۵۰ ناقانونه کډوال نيولي
د امریکا ساحلي ځواکونو تر ۵۰ زیات ناقانونه کډوال نیولي، چې د پورتو له لویدیځ ساحل سره نږدې یوه کوچني ټاپو کې بند پاتې وو.
د ساحلي ځواکونو یوه ویاند وویل، په دغه ډله کې لږترلږه ۱۰ مېرمنې هم شاملې دي. دغه کډوال چې فکر کېږي، له هایتي او دومینیک جمهوریته ورغلي د جمعې په ورځ په یاد ټاپو کې لیدل شوي وو.
ناقانونه کډوال د انساني قاچاقوړونکو لخوا ډېری وختونه د دیسیچیو په څېر ټاپو ګانو کې پرېښول کېږي.




